کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، نن له غرمې وروسته شااوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د سرای چقرک سیمه کې پر یوې سراچه ډوله موټر نښلول شوی مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
لا تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخیستی.