Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سولې او ملي یووالي جبهه: د سولې خبرو بریا لپاره دې یو ټول ګډونه حکومت جوړ شي

د افغانستان د سولې او ملي یووالي ګډه جبهه وايي، د سولې خبرو د بریا لپاره اړینه ده چې یو ټول ګډونه "همه‌شمول" حکومت جوړ شي.


 د دې جبهې د غړو له قوله، د داسې یوه حکومت د جوړېدو لپاره باید د افغانستان ټول ملت سره یوځای شي. 


جمهوري ریاست بیا په دې اړه غبرګون نه‌ښيي.


په کابل کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۶» د افغانستان د سولې او ملي یووالي ګډې جبهې په نوم، د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي، یو شمېر سیاسیون او دیني عالمان په یوه خبري غونډه کې راټول شوي او وايي، د سولې روانې خبرې بې‌پایلې دي او د میاشتو له تېرېدو وروسته‌یې لا هم برخلیک معلوم نه‌دی.


دوی قطر ته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تللی پلاوی هم په ناتوانۍ تورنوي او زیاتوي، ښه ده چې د دې خبرو واک ملت ته وسپارل شي.




د دې جبهې مشر ګل‌‌الرحمان قاضي وویل: "یوه همه‌شمول حکومت ته هر څه ژر د مذاکراتو په وسیله لار پیدا کړو او په خپل لاس داسې یو حکومت جوړ کړو چې ټول افغانان په‌کې ځان وویني. د ولس اراده په‌کې تحقق پیدا کړي، په پای یا هم پیل کې فوراً اوربند هم اعلان شي."


جمهوري ریاست د نوي حکومت د جوړېدو د غوښتنې په اړه غبرګون نه‌ښيي، خو له دې وړاندې یې په ځلونو ویلي، افغانانو د ټاکنو په کولو سره هر ډول بل حکومت ته د رد ځواب ورکړی دی.


خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا دا نیوکه چې ګنې دوحې ته له طالبانو سره تللی پلاوی ناتوانه دی او خبرې بې‌پایلې روانې دي، ردوي.




د دې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی چې د مختلفو اقشارو د سلا مشورو وروسته ټاکل شوی، د مذاکراتو لپاره د خپل چمتووالي لپاره ډېر کار کړی او له پوره ظرفیت او د مذاکره له مهارتونو څخه برخه‌من دی."


د سولې په چارو کې د دولت وزارت داسې مهال قطر ته له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د خپل لېږل شوي پلاوي ننګه کوي چې تازه له دوی یې څلور تنه د شخصي ستونزو او ورته د رسېدنې لپاره کابل ته راستانه شوي دي.


د افغانستان د سولې روانو خبرو ته نړیوال هم متوجې دي.


تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو سره چې دې هېواد ته په سفر تللی لیدنه کې ویلي، افغانان دې بې له کوم فشار څخه پرېښودل شي چې خپله خپل راتلونکی وټاکي.




د سولې د روانو خبرو په اړه دا منفي نظریات داسې مهال څرګندېږي چې په افغانستان کې جګړې هم شدت موندلی او امریکا او طالبان چې له یوه او بل سره‌یې د سولې هوکړه لاسلیک کړې، پر یوه او بل تور پورې کوي چې له همدې تړون سرغړونه کوي.


امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې په هلمند او میدان وردک کې وسله‌وال طالبان په نښه کړي چې په غبرګون کې یې طالبانو دا له امریکا سره د شوې هوکړې ضد عمل بللی، خو په ځواب کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ وویل، دا بریدونه د امریکا او طالبانو د دوحې تړون سره سم، د افغان ځواکونو د دفاع لپاره شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *