Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سرور دانش: ۱۳ میلیونه افغانان غذایي خوندیتوب نه‌لري

که څه هم افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیم کال پوره شو، خو د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغانان د غذایي خوندیتوب د نشتون په برخه کې له جدي ګواښ سره مخ دي.


ښاغلی دانش، د افغانستان خوړو خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیمې کلېزې په مناسبت جوړې شوي غونډه کې وویل، افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې له دې ډلې ۴۴.۶ سلنه یعنې ۱۳ میلیونه خلک غذایي خوندیتوب نه لري.


 




د ده په وینا له دې شمېر خلکو یې ۹ عشاریه ۶ میلیونه خلک په کلیو او بانډو او پاتې نور ۲ عشاریه ۹ میلیونه خلک یې په ښارونو کې ژوند کوي.


دی وايي: "افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې موږ له جدي ګواښ سره مخ یو. ویل کېږي چې ۱۳ میلیونه خلک د خوړو امنیت نه لري چې له دې ډلې ۸ میلیونه جدي حال کې دي هغه په دې معنی چې نه پوهیږي، د خوړو را روان وخت کې څه وخوري."


 




افغان حکومت په ۱۳۹۶ کال کې د فقر او بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره هېواد کې د يو شمېر نړیوالو بنسټونو په مرسته د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي پروګرام پیل کړ ،هغه مهال هېواد کې د فقر کرښې لاندې یوازې ۳۹ سلنه خلکو ژوند کاوه په داسې حال کې چې اوس یې شمېر اویا سلنې ته پورته شوی دی.


افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا په تړاو جوړې شوې غونډه کې د افغان حکومت یو شمېر نورو چارواکو په دې هم نیوکې درلودې چې د خوړو کنټرول برخه کې لا هم کومه ځانګړي اداره کار نه‌کوي.


خو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست نوماند وزیر انوالحق احدي بیا هېواد کې د خوړو برابرولو او دې برخه کې د خوندیتوب لپاره راتلونکي څو کلونه سرنوشت سازه ګڼي.




ښاغلي احدي وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان هغه زرګونه هکټاره ځمکې چې د جګړو له امله ویجاړې شوې وي ورغول شي او د خوړ برخې کې به ځان بسیاینې ته ورسېږي.


ښاغلي احدي زیاته کړه: "زه اوس‌مهال داسې ښکاره دلیل نه وینم چې د خوړو نشتون له امله موږ له کومې ستونزې سره مخ شوي اوسو. د افغانستان په ښارونو کې د اړتیا وړ خواړه شته که لېرې پرتو سیمو کې هم کومه ستونزه پیدا شي د دولت له زېرمو کار اخېستل کېږي. "


په ورته وخت کې افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان استازې میري ایلن میک ګروټري وویل، د خوړو نشتون یا د خوندیتوب نه درلودو برخه کې باید ټول یو لاسي شي.


اغلې میک ګروټري زیاته کړه، په دې برخه کې ملګري ملتونه تل افغانستان سره مرسته کړې او خپلو دې ژمنو ته به ادامه ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *