اتل قول اردو: د ارزګان څو سیمو کې د طالبانو د حملو پلانونه شنډ شول
دې قول اردو نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې وسلهوالو طالبانو پرون یکشنبه پلان درلود چې په ګېزاب او د ترینکوټ په نچین سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې چې د دې قوماندانۍ د څلورمې پلې لوا ځواکونو یې د هوایي ملاتړ په مرسته د حملو مخه ونیوله.
د خبرپاڼې له مخې د نښتو په نتیجه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور یې ژوبل شوي او د دښمن څو میلې وسلې او یو شمېر مهمات هم ویجاړ شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نهدي ويلي.