Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عربستان او اسراییل له امریکا سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا وغوښته

د نړۍ په هغو مشرانو کې چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ته یې مبارکي ورکړې د سعودي عربستان او اسراییل مشران هم ورزیات شول.


د اسرایل صدراعظم  نتانیاهو له بایډن سره په نژدې څلویښتو کلونو کې د خپلو   اوږدو او ښو اړیکو یادونه کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي: "زه تاسو د اسراییلو د یو ښه ملګري په توګه پیژنم."


نتنیاهو هیله څرګنده کړې چې د اسراییلو او امریکا ایتلاف به نور هم پیاوړی شي.


د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د ولسمشر ټرمپ یو وفادار ملګری دی، هغه تر دې مخکې  ټرمپ په سپینه ماڼۍ  کې تر دې مهاله د اسراییلو تر ټولو پیاوړی متحد بللی دی.


نتنیاهو  یو ټویټ کې د " ایران په وړاندې د درېدو " په شمول د  هغو اقداماتو په خاطر چې د نتنیاهو په وینا یې د اسراییل ګټې مخکې کړي وې د ولسمشر ټرمپ مننه هم کړې ده.




بایډن او مرستیالې هاریس ته یې،  د سعودي عربستان له خوا د دې هیواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان چې له ټرمپ سره یې نژدې اړیکي لرلې هم د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.


سعودي عربستان د خلیج د سیمې وروستی هېواد دی چې بایډن ته مبارکي ورکوي.


بایډن ویلي چې له دې هیواد سره پر اړیکو به له سره غور وکړي.


د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ویلي: "پاچا سلمان  د دوو هیوادونو ( متحده ایالتونو او سعودي عربستان ) ترمنځ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ځانګړو، تاریخي او نږدې هغو اړیکو ستاینه کړې چې ټول یې په بېلابېلو کچو د پیاوړتیا او پراختیا په تمه دي. "


چین هم د بایډن د بریا په وړاندې عکس العمل کې ورو دی، خو د چین دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ  په خپرو کړو سرمقالو  کې ویلي چې دا اړیکې یو داسې حالت ته چې په ښه توګه د وړاندوینې وړ وي، ستنېدلی شي او پیل یې له سوداګرۍ کېدای شي.


د  چین د دولت ملاتړ لرونکي ګلوبل ټایمز ورځپاڼې سربېره پرې دې چې منلې یې ده، ښايي متحده ایالتونه پر چین د شینجین او هانګ کانګ په څېر مسالو  کې فشار کم نه کړي، خو ویلي یې دي پیکینګ باید د بایډن له ټیم سره د تفاهم لپاره تر خپل وسه کار وکړي.


د چین او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره ترینګلتیا زیاته شوه په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، ټیکنالوژيکي خوندیتوب  او کرونا ویروس په مسالو کې چې له چین خپور شو.


د مسکیکو ولسمشر انډریس مانویل لوپیز اوبراډور ویلي، هغه به تر هغې صبر وکړي چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په وړاندې حقوقي ننګوونې هواري شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *