مایک پومپیو د اروپا او منځني ختیځ د ۷ هېوادونو سفر پیل کړ
دی به د دې سفر په ترڅ کې فرانسې، ترکیې، ګورجستان، اسرائیل، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
د فارس خلیج د درېیو هېوادو د سفر پر مهال داسې اټکل کېږي چې د پومپیو د خبرو د اجنډا په سر کې به د ایران مسئله وي.