Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا وايي، د کورونا د مخنیوي واکسین به زر بازار ته راووځي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی دی چې د کورونا وایرس ضد واکیسن به د راتلونکي کال تر اپرېل میاشتې په پراخه توګه موجود وي.



نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۱۴مه د کورونا وایرس د مخنیوي او علاج لپاره د روانو هڅو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.


په امریکا کې د اپرېشن رېپ په نامه د کورونا ضد عملیاتو مشر منصف سلاوويي ویلي، کېدای شي چې امریکا د روان کال تر پایه د دوو واکسینو منظوري ورکړي.






د نوموړي په وینا، کېدای شي چې تر راتلونکې میاشتې د صحت څانګې په ډېرو ضروري کارکوونکو او په اسانه زیانمنېدونکو خلکو کې تر ۲۰ میلیونه پورې واکسین ووېشل شي.



منصف سلاوويي ویلي چې تر هغه وروسته به هره میاشت له ۲۵ تر ۳۰ میلیونه وګړو ته د کورونا ضد واکسین ورکول کېږي.




امریکا هغه هیواد دی چې په نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې ترټولو زیات ځپل شوی دی. د نومبر تر ۱۴مې نېټې پورې په هغه هیواد کې ۱۰۷۳۹۶۱۴ کسان په کورونا اخته شوي، په دوهم لمبر هند دی چې د کورونا خپلو شمېره پکې ۸۷۷۳۴۷۹ دی او په درېم لمبر بیا برازیل دی چېرته چې کورونا ۵۸۱۰۶۵۲ کسان له کورونا وایرسه ناجوړه شوي دي.


کورونا د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر میاشتې کې د چین د هوبې صوبې په ووهان ښار کې په اول ځل لیدل شوی و چې ډېر زر نږدې د نړۍ هر هیواد ته ورسېده. په تېر دوبي کې په نړیواله کچه د وایرس د خپرېدو کچه راټیټه شوه او ګڼو هیوادونو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه لرې یا نرم کړل خو اوس د ژمي په درشل کې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د کورونا دوهمې څپې خلک پرېشانه کړي دي.




د نومبر تر ۱۴مې نېټې پورې په ټوله نړۍ کې کورونا ۵۳۳۸۵۲۵۵ کسان پر کورونا اخته شوي، ۱۳۰۲۸۴۱ کسان یې وژلي خو ۳۴۴۶۰۵۷۳ کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي.


پاکستان او کورونا

د پاکستان د صحت څانګه وايي چې هلته د نومبر د ۱۳مې او ۱۴مې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۶۵ کسان نور په کورونا اخته شوي دي. دا خبره د کورونا په اړه د پاکستان د صحت وزارت پر ویب پاڼه ورکړل شوې ده. ویب پاڼه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي هم دي.



دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم کورونا یو ځل بیا زیاته شوې ده.



په پاکستان کې تر اوسه په مجموعي توګه ۳۵۴۴۶۱ کسان کورونا وهلي ، ۷۱۰۹ ورڅخه مړه شوي او ۳۲۲۴۱۴ ورڅخه جوړ شوي دي.


افغانستان او کورونا:

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو خپروونکې د جانز هاپکېنز پوهنتون د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د نومبر تر ۱۴مې په افغانستان کې ۴۳۰۳۵ کسان په کورونا اخته شوي چې ۱۶۰۵ کسان یې وژلي خو ۳۵۰۶۳ کسان ترې بېرته ښه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *