کندز چارواکي: دشت ارچي ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده
تردې مخکې د کندوز د ولایتي شورا ریيس محمد یوسف ایوبي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولسوالۍ چې له څو ورځو راهیسې پرې وسله والو طالبانو له څو لورو بریدونه زیات کړي و، نن سهار مهال طالبانو په بشپړ ډول ډول ونیوله خو د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالي طالبانو نه ده نیولې بلکه سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده.
هغه زیاته کړه: "هیڅ نوع د سقوط مسله نه ده مطرح شوې، نه هم کومه سیمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې راغلې، بلکې هلته مخامخ جګړه روانه ده."
د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني او دغه راز د دشت ارچي ولسوال محمد نبي کاکړ هم د دغې ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي او وایي په بازار کې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.