کابل کې ماین چاودنې ۲ ټپیان کړي
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن شاوخوا دولس نیمې بجې د ده بوري په څلور لاري کې شوې ده.
هغه وویل چې ماین په یوه لنډکروزر ډوله موټر کې ځای پرځای شوی و.
تراوسه چا د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.