ماین چاودنې د هرات ـ خواف د ریلګاډي پټلۍ ۶ ساتونکي ټپیان کړي
د هرات د امنیې قومندانۍ د رسنیو د څانګې سرپرست عتیق الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې، د هرات ـ خواف د ریلګاډي د پټلۍ ساتونکي ټپیان شوي دي.
د وثیق په وینا د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.
ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکې کې د هرات – خواف د شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره اوږدې پټلۍ د دریمې برخې د جوړولو کار بشپړ شي.