د ارزګان چارواکي: دهراوود کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي
د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري نن ازادي راډيو ته په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په لب لان سیمه کې وشول، د وژل شویو طالبانو شمېر دولس تنه وښود خو د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په کې د څلورو ملکیانو د وژل کېدو خبره هم کړې ده.
ښاغلي خنجري د ملکیانود وژل کېدو په اړه بې خبري وښوده خو د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي ومنله چې د هوايي بریدنو په نتیجه کې ملکیان وژل شوي خو هغه یې دقیق شمېر ونه ښود.
وسله والو طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د دهراوود ولسوالۍ د امنیې قومندان په وینا د دهراوود ولسوالۍ بازار او یو شمېر دولتي ودانۍ لاهم د طالبانو په کنټرول کې دي.