د ارمنستان صدراعظم: د اپوزیسیون نیوکې کورني اختلافات زیاتوي
د روسیې په منځګړیتوب هغه اوربند چې د نومبر په لسمه اعلان شو او د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر یې وروستۍ، د شپږو اونیو جګړې ته د پای ټکی کېښود، په ارمنستان کې دننه قهرجنې مظاهرې را پارولې دي.
د اپوزیسیون اولسو ډلو د پاشینیان د استعفا غوښتنه کړې او نوموړی یې تورن کړی چې اذربایجان ته تسلیم شوی او یوه لوی خیانت یې کړی دی.
په پام کې ده چې نن د ورځې په وروستیو کې هم په پلازمېنه ایریوان کې د حکومت ضد مظاهرې وشي.
د دغه اوربند له مخې ارمنستان اذربایجان ته د نګورنو قره باغ یو شمېر لانجمنې سیمې چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د ارمن ټبرو په کنټرول کې وې، رسماً سپاري.