Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هېواد: پر کابل ښار د توغندیزو بریدونو پيغام څه و؟

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو او په کابل د توغندیزو بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. 



مسیر  


مسیر ورځپاڼې دوحې ته د مایک پومپیو سفر او د سولې په پروسې یې اغېزو ته په اشارې سره لیکلي، پومپیو په داسې حال کې له طالبانو او افغان پلاوي سره ګوري چې امریکا د خپلو ځواکونو ایستل چټکوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څه کم دوو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر دوو زرو ته راټیټ کړي. 


د لیکوال په باور، امریکا هڅه کوي چې د ځواکونو تر وتلو وړاندې د سولې په برخه کې چټک پرمختګ وشي او ورسره دا اندېښنه پیکه شي چې په افغانستان کې به جګړې دوام کوي. 


وړاندې راغلي چې حکومت او طالبان به دواړه له سخت فشار سره مخ شي او حکومت به ځکه له ډېر فشار سره مخ شي چې پر بهرنیو مرستو چلېږي او هغه مرستې اوس په سوله کې په پرمختګ پورې مشروطې شوې دي.  


ورځپاڼې دا هم لیکلي، کله چې دواړه اړخونه سولې ته واقعي تمایل ونه‌لري او هر څه د بهرني فشار په وسیله مخ ته ولاړ شي، بیا افغاني ګټې ډېرې زیان ويني او تر ډېره د بهرنیو ګټو ته پام کېږي. 



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې د کابل د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه لیکلي او پوښتنه‌یې مطرح کړې چې د دې بريدونو پيغام څه و؟ د لیکوال په باور دا بريدونه، د عمران خان د سفر پايله، د پومپيو هڅو ته پيغام، د پارلمان د تصميم شنډول او د ژنيو غونډې ته د افغانستان د دښمنانو  پيغام و. 


ورځپاڼې تور پورې کړی چې دا بريدونه د پاکستان د څارګرې ادارې د ډېرو مهمو اجنټانو له‌خوا وشول، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره د افغانستان په اړه د پاکستان اساسي پالېسي جګړه ده. 


د ورځپاڼې په خبره  افغان حکومت بايد د دې پېښې ژوره پلټنه وکړي. 



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د دوحې ناستې او وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړې ده. 


ورځپاڼې لیکلي، په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ هوکړه شوې چې تر دې وروسته به خبرې د جګړې د ښکېلو  لورو په نوم مخته وړي، هغه څه چې نه افغان حکومت او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *