په پاکستان کې ښوونیزې ادارې به یوه میاشت نور هم بندې وي
د پاکستان د ښوونې وزیر شفقت محمود نن د ایالتونو د ښوونې له وزیرانو سره تر غونډې وروسته په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې زده کونکي به د ژمنیو لسو ورځو رخصتیو له پیلېدو مخکې د ډسمبر تر ۲۴ مې پورې، له کوره په انلاین بڼه زده کړې مخ ته وړي.
هغه وویل، د جنوري د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به وضعیت بیا وڅېړي او هیله من دي چې وکولای شي د جنوري له یولسمې د ښوونې موسسې بېرته پرانېزي.
په پاکستان کې د کرونا نږدې ۳۷۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له امله یې نږدې ۷۷۰۰ کسان مړه شوي دي.