فیلیپو ګراندې: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي
ګراندې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، د میلیونونو افغانانو راتلونکې په دې هېواد کې د سولې د خبرو په نتیجې او د دې هېواد د پرمختیا لپاره د جنیوا د دوه ورځني کنفرانس په ګډون د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر ژمنو پورې تړلې ده.
ګراندې دغه راز خبرداری ورکړ چې که په هره برخه کې هڅې ناکامه شي نوپه لویه پیمانه به د خلکو د بې ځایه کېدو په ګډون د دې هېواد لپاره ورانونکې نتیجې ولري.
هغه وویل چې روان کال په افغانستان کې د ننه د شخړو له امله نږدې درې لکه کسان بې ځایه شوي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.