Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ولسمشر غني: په افغانستان کې دایمي سولې لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جنیوا کنفرانس په لومړۍ ورځ وویل، په افغانستان کې دایمي سولې لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.


د جنيوا ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلې وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت ترلاسه شوی او د دې فرصت څخه په استفادې سره باید نړېواله اجماع رامنځته شي.


د ښاغلي غني په خبره دا ډېره مهمه ده.


هغه زیاته کړه: "د نړیوالې ټولنې اجماع د سولې او سیاسي ثبات لپاره ډېره مهمه ده، نړیواله ټولنه باید د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې چې اوس هم یو ستر ګواښ دی همکاري وکړي."


ولسمشر غني وویل، د نړیوالې ټولنې مرستې کولای شي افغانستان په خپلو پښو ودروي، نوموړي په ټنیګار سره وویل: "موږ له نړېوالو نه سوال نه کوو، بلکې دوی سره د وصل غوښتنه کوو."


د افغانستان جمهور رئیس په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه.


هغه وویل، د افغانانو زغم نور پای ته رسېدلی.


نوموړي زیاته کړه: "د تاوتریخوالي لوړ ګراف د افغانانو له زغمه وتلی، هیله کوم په دې برخه کې همکاري وکړئ، څو دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل شي."


ښاغلي غني، د اقتصادي ودې او دغه شان د یو صادرونکي افغانستان د جوړولو لپاره په کنفرانس کې له ټولو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه، هغه وویل چې په تېرو نولسو کلونو کې شوې مرستې بې ګتې نه وې.


نن د جینو کنفرانس لومړي ورځ وه، په دې ناستې کې د افغان چارواکو په ګډون د ټولو ګډونوالو له خوا په درېیو مواردو بحث وشو، سوله، کډوالي او له فساد سره مبارزه.


په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر بیا د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار وکړ.


د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی چې په کې د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی.


د دغه کنفرانس موخه د پراختیايي هدفونو تاکل او له ۲۱۲۱ نه تر ۲۰۲۴ زېږدیز کاله پورې دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو راټولول ښودل شوي دي.


تېر ځل په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د افغانستان په اړه لویه مرستندویه غونډه کړې وه چې پکې د ۱۵ میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وشوه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *