Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی مرستندویه کنفرانس پیل شو

د "افغانستان ۲۰۲۰" دوه ورځنی لوی مرستندویه کنفرانس نن د سویس جینوا کې پیل شو. 


ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي. 


د افغان حکومت په دغه څلور کلن پروګرام کې، پایښتي سولې، خوراکي خوندیتوب، بېوزلۍ سره مبارزه، د دولتي بنسټونو ځان بسیاینه، پرعایداتي سرچینو پانګونه او کرونا ویروس سره مبارزه شامله ده. 


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې تر څنګ چې دا کنفرانس د نړیوالو مرستو د راټولولو لپاره افغان حکومت ته یو ښه فرصت ګڼي وايي، دا چې په تېر کې نړیوالې مرستې سمې نه دي لګول شوي، نړیوال باید دا ځل له افغان حکومت سره د خپلو مرستو لپاره شرایط سخت کړي.


د ولسی جرګي غړي نعمت الله کریاب وویل: "د نړۍ وضعیت ته په کتو ښکاري چې مرستې به د پخوا په شان نه وي او اوسنی مرستې به په شرایطو ورکوي، او ښه هم دا ده چې شرایط ډیر سخت شي ترڅو یو ملموسه پایله ورکړې او د افغانانو په خیر تمامه شي."


د ولسي جرګې بل غړي حفیظ الله جلیلي وویل: "د جینوا کنفرانس به یوه ډېره ښه لاسته راوړنه وي خو که افغانان وکولی شي په ښه توګه ګټه ترې پورته کړې، هغه مرستې چې نړیواله ټولنه یې د جینوا کنفرانس کې تصمیم لري د افغانانو لپاره به ډېرې ښې وي."


د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی چې پکې د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی. تمه ده چې نن دوشنبه د کنفرانس په لومړۍ ورځ د پایداره سولې جوړونې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولنیزو او بنسټیزو تګلارو او اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو په اغېزمنتیاوو بحثونه وشي.


په دویمه ورځ بیا چې د سهار په نهو بجو پيلېږي افغان ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له مهمو ویناوالو څخه وي.


امریکا متحده ایالتونه چې د افغانستان له لویو تمویلونکو او ستراتیژیکو متحدینو دی وار دمخه اعلان کړی چې په جینوا کنفرانس کې به د خپلو مرستو له تازه کولو ډاډ ورکړي. 


په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هم تمه لري، چې په دغه کنفرانس کې نړیوال له افغانستان سره د پراخو مرستو ژمنې وکړي. 


د کابل ښار اوسېدونکي ظفر وايي: "دا کنفرانس موږ ته ډېر مهم دی، ځکه چې افغانستان مخ په پراختیا هېواد دی، نو مالي ملاتړ ته موږ ډېره اړتیا لرو، موږ باید د دې کنفرانس له لارې نور مرستندوی ملاتړې هېوادونو پیدا او راتلونکي څلور کلونو کې دا مرستې په ښه توګه ولګوو."


د دې ښار بل اوسېدونکې فریبا وویل: "که په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړینو موضوعاتو لکه ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسایلو، هر اړخیز بحث وشي او په یادو برخو کې د ستونزو د حل لپاره کافي بودیجه په پام کې ونیسي، نو د کار کولی شي د افغانستان راتلونکي څلور کلونه یو څه تضمین کړي."


تېر ځل په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د افغانستان په اړه لویه مرستندویه غونډه کړې وه چې پکې د ۱۵ میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وشوه. 


د چارو شنونکي له دې ډلې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند بشیر دودیال بیا په دې نظر دی، چې په تېره کې د دغو نړیوالو مرستو په لګولو کې پراختیايي موخو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده او په کار ده دا، ځل افغان حکومت دې موضوع ته جدي پام وکړي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *