Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ویسا: دوحه کې دواړه ډلې توافق ته رسیدلي خو ولسمشر غني یې له منلو انکار کوي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو خپرو شوېو ګڼو کې تر ډېره په دوحه کې د سولې په مذاکراتو او په افغانستان کې په روانې جګړې لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.



ویسا


وېسا ورځپاڼې په سوله کې پرمختګ ته په اشارې لیکلي،که څه هم په دوحه کې دواړو مذاکراتي ټیمونو پرمختګ کړی او د خبرو د کړنلارې په وروستي اختلافي ټکي باندې توافق ته رسېدلي دي، خو په وینا یې چې ولسمشر غني یې له منلو انکار کوي.


سرمقاله کې ادعا شوې چې د ښاغلي غني او د ده  مرستیالانو د سولې ضد دریځونه نیولي او په وینا یې دا دریځونه په ملت کې هېڅ پلوی نه لري.


د لېکوال په باور ولسمشرغني د خپل واک د ساتلو لپاره حاضر دی د خلکو ژوند او مال قربان کړي.


ورځپاڼې ټینګار کړی چې په دوحه کې د کړنلارې جوړولو په کار کې بن بست که څه هم اوس مات شوی او ولسمشرغني هم ښایي مجبور کړای شي په دې اړه له مخالفته لاس واخلي.


ورځپاڼې که څه هم له دغو پرمختګونو هرکلی کړی، خو ویلي دي چې لا اصلي مذاکرات پرځای پاتې دي، هغه مذاکرات چې د دغه هېواد راتلونکی به ټاکي.


 



هېواد


هېواد دولتي په افغانستان کې د روانې جګړې پر وړاندې د اسلامي نړۍ پرله پسې غبرګونونو په تړاو سرمقاله ځانګړې کړې ده.


ورځپاڼې لیکلی،که څه هم دا خبره څو کاله مخکې د افغانستان ديني عالمانو کړې وه، خو دښمن بيا هم دې ناروا جګړې ته زور ورکړی دی.


وړاندې د فلسطين د ديني عالمانو مشر او د القدس جومات امام شيخ عکرمه صبري خبرو ته اشاره شوې چې په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او ناروا يې بللې ده.


د لېکوال په باور ،دا فتواوې په داسې حال کې ورکول کېږي چې طالبان د سولې له لړۍ په پرله پسې توګه په شا کېږي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې په دوحه کې د افغان پلاوي له مذاکراتو څه کم درې میاشتو په تیرېدو سره لا هم دواړه غاړې کومې مشخصې نتیجې ته نه دي رسیدلې چې دا د عامو افغانانو ترڅنګ د پلاوي غړي هم ستړي کړي او اوس په نوبتي ډول کابل او دوحې ته تګ راتګ کوي.


ورځپاڼې په وینا طالبان په دې هڅه کې دي چې  قطر او پاکستان په غیر مستقیم او امریکا په مستقیمه توګه د سولې په دغو مذاکرو کې ښکېل کړي.


ورځپاڼې په وینا طالبان غواړي چې له اوربند وړاندې باید لنډمهالی حکومت جوړ شي او د مذاکرو پرمهال د نوي حکومت په جوړیدو خبرې وشې هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت ته د منلو نه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *