د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پرمختيايي شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي
وروسته تر دې چې د هند صدراعظم نریندرا مودي تېر کال د دې سیمې نیمه خپلواکي او د دې سیمې بیل اساسي قانون یې لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو فدرالي سیمو وویشله، دا لومړي انتخابات دي چې په کې ترسره کېږي.
بیلتون غوښتونکو وار له مخه له دې انتخاباتو سره مخالفت څرګند کړی دی.
دا انتخابات د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو د ۲۸۰ څوکیو لپاره دي چې په اتو پړاوونو کې به ترسره شي او د ډسمبر په ۱۹مه به پای ته ورسېږي.