افغانستان: د کډوالو په اړه ایران سره ډیپلوماټیک مخته ځو
د دغه وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې نن د شنبې(د لیندۍ ۸مه) ویلي چې په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د پارلمان له مشر سره د غیر مجاز کډوالو پر وړانډې د ایران د نوي طرحې په اړه اندیښنې شریکې کړي دي.
دی وايي: "په دې لیدنه کې په تهران کې د افغانستان سفیر د دې طرحې د تصویب او عملي کېدو په اړه د افغانستان اندیښنې له ایراني لوري سره شریکې کړي او د دې اندیښنو د مخنیوي په برخه کې یې د لازمې همکارۍ غوښتنه کړې ده."
د ایران د پارلمان د یو شمېر استازو په نوې طرحه کې چې د دې هېواد د اسلامي شورا مجلس ته يې د تصویب لپاره وړاندې کړې، د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې سخت قیودات وضع شوي دي.
د رپوټونو له مخې په دې طرحه کې ویل شوي، هر هغه بهرنی اوسیدونکی چې له اجازې پرته ایران ته داخل شي، یا په دې هېواد کې مېشت او یا تګ راتګ ولري، ښایي له ۲۵ کالو زیات بندي شي او هم باید سل میلیون تومان نغدي جرېمه ادا کړي. د شک په صورت کې د غیر قانوني اتباعو پر موټر باندې ډزې کول هم مجاز بلل شوي دي.
دغې طرحې هغه شااوخوا اته لکه افغانان چې له رسمي اسنادو پرته په ایران کې اوسیږي اندیښمن کړي دي.
ښاغلي تهذیب په دې اړه د ایراني لوري د ځواب په اړه څه نه دي ویلي.