Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان ولسي جرګې د نيم کال بودیجه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې د 1399 د نیم کال بودیجه تصویب کړه.



د افغانستان ولسي جرګې غړو د یو شمېر مخالفتونو سره سره بیا هم د 1399 د نیم کال بودیجه تصویب کړه.



د نیم کال بودیجه هغه پېسې دي، چې د افغان حکومت او یا د حکومت ملاتړو بنسټونو لخوا یو شمېر هغه دولتي اداراتو ته ورکول کېږي، چې د بودیجي له کمښت سره مخامخ وي، دغه بودیجه هم د کلنۍ ملي بودیجه په څېر د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.



د دغې بودیجې له تصویب سره یو شمېر وکیلانو په دې دلیل مخالفت وکړ چې تصویب شوې پیسې یو شمېر هغه بنسټونو ته ځي، چې پارلمان ته ځواب ویونکي نه دي.



د ولسي جرګې غړی خان اغا رضايي وویل: "د نیم کال په بودیجه کې یو علمیاتي واحد ته 5 میلیارده افغانۍ ځانګړې شوي، دا قانون خلاف عمل دی ددې لپاره چې هغه بنسټ پارلمان ته ځواب ویونکي نه دی، همداراز د افغانستان عامې روغتیا وزارت 50 میلیونه افغانیو غوښتنه کړې خو په دې بودیجه کې ورته 830 میلیونه افغانۍ ځانکړې شوي اخیر ولې؟ د افغانستان امینت شورا ته 1 میلیارد افغانۍ ځانکړې شوي هغه بنسټ چې پارلمان ته ځوابویونکي نه دی، دغه پېسې څه ډول مصروف وي."



د مالیې وزارت چارواکو تر دې مخکې ویلي چې د دې بودیجې طرحه یې شرایطو، لومړیتوبونو او انډول ته په پام چمتو کړې.



په تالار کې بیا یو شمېر نورو وکیلانو که څه هم بودیجه کې ځینې ستونزې منلې خو ټینګار یې وکړ چې، تصویب یې اړین وو.



عبدالقادر قلات وال وايي: "په دې کې شک نه شته چې د نیم مالي کال بودیجه کې ستونزه شته خو ددې بودیجې د تصویب لپاره اړتیا ډېره وه ځکه چې د دولتي کارمندانو معاشونه یې یوه بیلګه ده، نو په همدې اساس باید دغه بودیجه تصویب شوې وای. "



مالیې وزارت د میزان په 19 نېټه ولسي جرګې ته د نیم مالي کال بودیجه استولې و خو د عقرب په میاشتې کې رد شوه.



د رد دلیل یې هم هغه تغیرات و چې وکیلانو راوستي و خو حکومت یې مخالفت وکړ.



د ولسي جرګې د شنبې ورځې د عمومي غونډې مشري چې عباس ابراهیم زاده کوله د بودیجه د تصویب اعلان داسې وکړ.


هغه زياتوي: "هغه وکیلان چې د مالي نیم کال بودیجه تصویب غواړي شین کارت او مخالف سور کارت، د شنو کارتونو په اکثریت سره تایید دی."



د ولسي جرګې مالي کمېسیون وايي، د 14 میلیارد او 954 میلیونو افغانیو په اضافه کېدو سره د 1399 کال ملي بودیجه 459 میلیارده افغانیو ته ورسېده.



د دوی په خبره، نږدې 15 میلیارده افغانیو کې 4 میلیارده او 656 میلونه یې عادي بودیجه او نږدې 10 میلیارده یې پرختیایي بودیجه ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *