Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کابل کې د مقناطیسي ماين چاودنو د زياتوالي لاملونه څه دي؟

په کابل ښار کې نن سهار دوه مقناطیسي ماین چاودنې شوي چې له امله یې د دوه امنیتي سرتېرو په ګډون اوه ملکیان ټپیان شوي دي.



سره له دې چې له تېرو څو اونیو راهیسې د کابل امنیتي مسوولیت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح پر غاړه دی خو بیا هم په دې ښار کې اکثره ورځې د مقناطیسي ماینونو په چاودونو پیلېږي.



د مقناطیسي ماینونو د چاودنو له زیاتوالي سره په کابل ښار کې په دې وروستیو ورځو کې د ناامنیو احساس لوړ شوی دی.



په تازه دوه ورته پېښو کې چې نن سهار ( شنبه) د کابل ښار په دوه بېلابېلو سیمو کې وشوې له امله یې اوه تنه ټپیان شول.



د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي: "نن سهار د کابل په شپږمه او یوولسمه ناحیه کې د دوو چاودنو له امله دوه پوځیان او پنځه ملکیان ټپیان شول، دا چاودنې د مقناطیسي ماینونو دي چې تر کشف لاندې دي."



د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې چاودنه د ولسي جرګې د غړي فکور بهشتي په موټر وشوه چې د نوموړي دوه لورګانې په کې ناستې وې.



ښاغلی بهشتي وايي، که څه هم لورګانو ته یې زیان نه دی اوښتی خو موټر چلوونکی او ساتونکی یې ټپیان شوی دي.



هغه زياتوي: "تل له امنتیي ګواښوونو سره مخ یو، نن هم دا پېښه وشوه، د امنتیي ګواښونو له امله هره ورځ د خلکو اندېښنې زیاتېږي، که حکومت د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د امنیت د ټینګښت په برخه کې جدی اقدامات ونه کړي، د خلکو لپاره به ډېره سخته وي."



دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له نږدې یوې میاشتې راهیسي د کابل ښار د امنیت مستقیمه رهبري په غاړه اخیستې او په دې ښار کې د جنایي او امنیتي پېښو د کموالي خبر ورکوي.






له دې سره ښاغلي صالح د شپږ نیمو بجو د جلسې د راپور په دوام نن په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د وروستیو چاودنو د کموالي په برخه کې یې هڅه قناعت ورکوونکي دي.



په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي د کابل امنیت د ګاونډیو ولایتونو په امنیت پورې تړلی بولي او وايي، چې د کابل ښار امنیتي میثاق برنامې تر دې دمه کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې.




عاصي زياته کړه: "امنیتي میثاق برنامه تر اوسه کومه ستره لاسته راوړنه نه لري، امنیت په بنسټیزه توګه بدل شوی نه دی، یوازې یې تاکتیکي لاسته راوړنې درلودلې او اوس دا لاسته راوړنې تر دې دمه پر یو ستراتیژیک حرکت بدل شوی نه دی."



دا چاودنې داسې مهال کېږي چې یوه اونۍ وړاندې

په کابل ښار د دې ښار د څلورمې حوزې اړوندو سیمو نه وتوغول شول چې له امله یې ۱۰ ملکیان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *