Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

حنیف اتمر: نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل شرایط لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل شرایط لري.


محمد حنیف اتمر وايي، نړۍ له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لاره هواره کړي او د افغانستان له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو اراده په‌کې موجوده وي.


محمد حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د جنیوا کنفرانس په اړه په خپلو خبرو کې وویل، نږدې ۹۰ هېوادونو و سازمانونو چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون درلود خپلې مرستې د افغانستان په سولې پورې تړلي او ویلي یې دي چې له داسې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې ولسواکي په‌کې حاکمه وي او د بشر حقونه، د بیان ازادي او د ښځو حقونه په‌کې وپالل شي.




ښاغلي اتمر زیاته کړه: "دنیا به له هغې سولې څخه ملاتړ وکړي چې نتیجه‌یې د افغانستان د خلکو په ازادې ارادې باندې ولاړه وي، اینده د افغانستان څوک تعیینوي، هغه مذاکره چې د افغانستان د ملت ازاده اراده ده، دنیا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو ازاده اراده به د سولې نتیجه تعیینوي، نور قوتونه به د دې حق ونه‌لري چې نتیجه تعیینه کړي."


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه‌شان وویل چې د جنیوا کنفرانس ګډون کوونکي هېوادونو استازو ورته ویلي چې د سولې په اړه پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده، خو له هرې پرېکړې نړیوال ملاتړ نه‌کوي، نو ځکه په خبره‌یې مهمه ده چې یوازې د سولې په پروسې نه، بلکې په هغې نتیجې چې ترې راوځي هم خبرې وشي.


د افغانستان لپاره د جنیوا دوه ورځنی کنفرانس د روانې لمریزې میاشتې په درېیمه نېټه جوړ شو چې هدف‌یې افغانستان سره د راتلونکو څلور کلونو لپاره د نړۍ د مرستو راټولول و او نړۍ دغه هېواد سره له ۱۳،۲ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.


خو په دغه کنفرانس کې د مالي مرستو ترڅنګ د افغانستان د سولې او راتلونکې په اړه هم پراخې خبرې او بحثونه وشول.


ولسي جرګې نن د دغه کنفرانس په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزیران د معلوماتو ورکولو لپاره خپلې عمومي غونډې ته راغوښتي و.


د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، نړۍ د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان له نظام څخه چې اسلامي جمهوري نظام دی، ملاتړ وکړ.


نوموړی دغه‌شان وايي چې نړیوالو د افغانستان د سولې په خبرو کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو په خوندیتوب هم ټینګار وکړ چې ولسواکي، د قانون حاکمیت، د بیان ازادي، د بشر حقونه، د ښځو حقونه، د خدمتونو وړاندې کول او بنسټیز اقتصادي پرمختګ په‌کې شامل دي.




ښاغلی ارغندیوال زیاتوي: "له اختلاف پرته ټولو کسانو چې خبرې وکړې، د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام‌یې ملاتړ وکړ، راتلونکی کوم نظام چې باید په افغانستان کې وي د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به وي."


د افغانستان د سولې او راتلونکې په اړه د افغانستان د کابینې دوه مهم وزیران چې د جنیوا په کنفرانس کې یې ګډون درلود په داسې حال کې د نړیوالو د لید لوري او نظرونو په اړه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې سبا سې شنبه په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د سولې د خبرو په اجنډا د مشورې لپاره کابل ته راشي چې د دغو څرګندونو یو شمېر مهم ټکي هم په‌کې شامل دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *