Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی کابل ته راځي

د دولت مذاکره کوونکی هیئت وايي له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته ستنېږي او هڅه کوي پاتې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي.


دغه هیئت له درېیو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره په مذاکرو بوخت و چې بالاخره‌یې د ډسمبر میاشتې پر دوهمه د اصلي مذاکرو پر ۲۱ ماده‌یي کړنلار او مقدمې موافقه وکړه.


د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې غړې حبیبې سرابي پرون وویل، دوی هڅه کوي چې د مذاکرو پاتې پروسه په چټکۍ مخ ته لاړه شي.




اغلې سرابي زیاته کړه: "په دې موده کې چې پر اجنډا بحث شوی، هغه اساسي موضوعات دي چې د دولت له رهبرۍ او سیاسي قشر سره سلا مشورو ته اړتیا لري. ځکه نو هیئت د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د مشورو ترلاسه کولو، د ګډ نظر د ایجاد، دغه‌راز د ټولو اړخونو د ګډ نظر اخیستو لپاره کابل ته ځي او د سولې پاتې پروسه به د مشرانو د لیدلوري او مشورو په رڼا کې په وړ سرعت سره مخ ته یوسو."


مېرمن سرابي وايي زیات تمرکز پر دې دی چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او پر اوربند موافقه وشي.


د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو ویلي چې تر درېیو اوونیو وروسته به خپلې مذاکرې بېرته پیل کړي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ پېشنهاد وکړ چې د سولې د مذاکرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې دننه تعقیب شي.




د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر د دې پېشنهاد هرکلی کوي، خو وايي په کار ده د سیمې لاسونه له دې پروسې لنډ شي.


ښاغلی خیبر وايي: "دا خو تر ټولو ښه وړاندیز دی چې په کور دننه یوه سیمه د امن سیمه شي، هلته اوربند وشي او مطلقه یوه خپلواکه سیمه وي چې نه طالبان او نه هم افغان حکومت په‌کې دخیل وي. که په دغسې سیمه کې خبرې شروع شي، ډېره څرګنده ده چې له خبرو د سیمې او نړۍ د استخباراتو لاسونه لنډېږي، خو خبره دا ده چې دا زمینه ځکه نه‌ده مساعده چې نه د سیمې استخبارات غواړي د سولې له بهیر څخه لیرې شي نه هم د نړۍ استخبارات."


د ملي امنیت شورا وايي که د سولې پاتې مذاکرې په افغانستان کې دننه تعقیب شي، دغه مذاکرې به تر ډېره د افغانانو خپلې ګټې خوندي کړي او د نورو له لاسوهنو به خوندي وي.


وسله‌والو طالبانو ویلي، په افغانستان کې دننه د مذاکرو د پاتې پړاوونو د تعقیب په اړه به خپل دریځ وروسته روښانه کړي.


که څه هم د طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي، خو په افغانستان کې د دې ډلې حملې بندې شوې نه‌دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *