Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کندز کې یو شمېر بې وزله مېرمنو ته د شنوخونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

۴۰ کلنه فرزانه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي ده، نوموړې له ۴ کلونو راهیسې په یادې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د پروسس او د کورنۍ باغچو په برخه کې کار کوي.


نوموړې وايي: "له دې لارې موږ کولی شو ژمي کې تازه سبزیجات ترلاسه کړو او هم زموږ لپاره یو ښه مصروفیت دی. له همدې له لارې د خپلو کورنیو خواړه برابروو او هم  یې بازار کې خرڅوو او د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هواروو." 


۳۰ کلنه مریم بیا د کندز د علي اباد اوسېدونکې ده وايي، پخوا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو له هغه راهیسي چې مو کورنۍ باغچې ته مخه کړې تر یو حده پورې ستونزې هوارې شوي دي.


نوموړې زیاتوي: "زه له دوی مننه کوم چې زموږ لپاره یې شنې خونې جوړي کړي. ځکه له دې سبزیجاتو هم د خپلې کورنۍ خواړه تأمینوم او هم یې په بازار کې پلورو." 


که څه هم په افغانستان کې په ځانګړي توګه په جګړه ځپلي کندز کې د امنیتي ستونزو تر څنګ جنسیتې نابرابري هم د دې لامل شوې چې ډېری اقتصادي او کرنيز فعالیتونه نارېنه پرمخ یوسي، خو په دې ولایت کې داسې مېرمنې هم شته چې پر امنیتي ګواښونو او ټولنیزو محدودیتونو سربېره په اقتصادي او کرنيزه برخه کې فعالیتونه کوي.  


د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي چې دوی روان کال کې د دې ولایت په کچه د ښځو لپاره کورنۍ باغچې او شنې خونې جوړې کړي او له کبله یې کابو ۲ زره ښځو ته  د کار کولو زمېنه برابره کړې ده. 




د دغې ادارې د کرنیزو چارو مشر عبدالمجید نافذ ازادي راډیو ته وویل: "د کورنیو باغچو، د شنو خونو جوړولو برخه کې او دغه راز د خوراکي توکیو د پروسس په برخه کې موږ دوی ته زده کړې ورکړي او د اړتیا وړ وسایل مو هم ورکړي. هغه شمېر ښځې چې دې برخو کې کار کوي خوښي څرګندوي. د بازار موندنې برخه کې هم موږ کار کوو، څو د دوی تولیداتو ته ښه بازار پیدا کړو." 


د نوموړي ریاست د کورنیو اقتصاد مدیره رزما اسدي زیاتوي، د ښځو لپاره د دې باغچو جوړولو هدف دا دی چې د کورنیو د خوړو خوندیتوب تأمین شي او سربېره پر دې د حاصلاتو په پلورلو سره یې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.


نوموړې وايي: "هغه شمېر ښځو چې مخکې کار نه کاوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ وې. خو اوس چې دوی د کرنې او د خوراکي توکیو د پروسس په برخه کې کار کوي، له خپل کاره راضي دي او وايي چې تر یوحده پورې اقتصادي ستونزې هم هوارې شوي دي." 


د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست د چارواکو په خبره، په راتلونکو کلونو کې دغه پروګرام د کندز ولایت په ټولو سیمو کې پلې کېږي چې بې وزلو او هغو ښځو ته د کار زمېنه برابر کړي چې نشي کولی له کوره بهر کار وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *