Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل لاریون: پاکستان طالبانو ته سرې قالینې غوړوي، خو حق غوښتونکي زنداني کوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ  د یو مشر او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزیر د نېول کېدو پر ضد اعتراضي غونډه وکړه.


دوی چې د کابل حضوري چمن ته څېرمه راټول شوي وو او شمېر یې سلګونه کسانو ته رسېده، له ځان سره یې د علي وزیر عکسونه لېږدول او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.


د کابل ښار حضوري چمن ته څېرمه سیمه کې دې سلګونو راټولو شوېو کسانو سره د علي وزیر عکسونه او هغه شعارونه دي چې په کې د علي وزیر نیول غندل شوي او د هغه د ژره تر ژره خوشې کېدو غوښتنه په کې شوې ده .


د دغه لاریون یوه سمبالونکي اسدالله وزیر وویل، پاکستان ځکه علي وزیر نیولی چې په دې هېواد کې يې د پښتنو د مظلومیت او پر دوی د ظلم خلاف غږ پورته کړی: "موږ لکه څنګه چې وایو چې لر او بر یو افغان نو دا معلومه خبره ده چې موږ یو قوم یو، ظالم ریاست باید ژر تر ژره علي وزیر راخوشې کړي."


لاریونوالو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان وسله والو مخالفو طالبانو ته په اسلام اباد کې سرې قالینې غوړوي، خو هلته د خپلو حقونو غوښتونکي کسان زنداني کوي.


دوی وویل چې که پاکستان حکومت علي وزیر خوشې نه کړي نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازی علي وزیر دوه ورځې وړاندې د پېښور پولیسو په دې تور چې د غورځنګ د کراچۍ په غونډه کې يې د پاکستاني ریاست او پوځ پر خلاف خبرې کړي ونیوه.




د پېښور د شرقي تاڼې محرر شاهد خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ېپښور کې د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال ته ویلي چې ښاغلی وزیر يې د سند پولیسو په غوښتنه نیولی دی.


ده ویلي چې د سند پولیسو پر ښاغلی وزیر د کراچۍ تر غونډې وروسته  قضیه ثبت کړې وه.


په کراچۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې میلادي میاشتې پر شپږمه یوه لویه غونډه جوړه کړې وه چې په کې د علي وزیر، منظور پښتین او محسن داوړ په ګډون د دې غورځنګ ګڼو مشرانو ویناوې کړې وې.


تېره ورځ ناوخته د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د پاکستان په ګډون باید د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ښاغلي وزیر په ملاتړ اعتراضونه وکړي.


دا لومړی وار نه دی چې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي زنداني کوي، بلکې تر دې وړاندې يې د مشر منظور پښتین په ګډون د دغه غورځنګ بېلابېل مشران نیولي، خو د خلکو له اعتراضونو وروسته يې بېرته ازاد کړي دي. خپله علي وزیر هم  په تېرو دوو کالونو کې څو ځله نیول شوی او بیا خوشې شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *