Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملابرادر سره د عمران خان لیدنه؛ خان افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

د پاکستان صدارعظم په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له دواړو غاړو یې غوښتي چې تاوتریخوالي راکم او اوربند ته لاره هواره کړي. 


د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې عمران خان د جمعې (د لېندۍ ۲۸مه) په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي. 


په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې عمران خان ټینګار کړی چې دواړه لوري باید داسې فرصت رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې سوله راشي او پرېنه ږدي چې دغه بهیر له خنډ سره مخ شي. 


په همدې حال کې د طالبانو د فرهنګي چارو کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ په دې لیدنه کې به بېلابېلو موضوعاتو بحثونه شوي دي.


نوموړی وايي: "په دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو، هلته مېشتو افغان سوداګرو، ستونزو په هواري خبرې شوې او همداشان د سولې د مذاکراتو په اړه هم دواړو لورو خبرې کړې دي." 


طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت له خوا په پاکستان کې د مهاجرينو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ او سوداګریزو ستونزو بحثونه شوي دي. 




د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اوسني وضعیت هم خبرې شوي، خو په دې برخه کې يې ډېر جزئیات نه دي ورکړي. 


افغان حکومت تازه اسلام اباد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو اسلام اباد ته د افغانستان او پاکستان په مشوره سفر کړی. 


د روانې اوونۍ په لومړیو کې په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو پلاوو یو بل ته خپلې پیشنهادي اجنډاوې وسپارلې او دوی پرېکړه وکړه چې په اجنډاو د غور لپاره به له خپل مشرانو سره سلا مشورې کوي او د جنوري په پنځمه به بېرته مذاکرات پېلوي. 


اوس مهال د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي په کابل کې په سلاح مشور بوخت دی او طالبانو هم پاکستان ته سفر کړی. 


ټاکل شوې چې د جنوري په پنځمه یو ځل بیا د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په خپلو کې د سولې خبرو ته کېني. 


دا په داسې حال کې ده چېافغان ولسمشر تېره ورځ کندهار کې یوې غونډې ته په وینا کې طالبان وهڅول چې په کندهار کې د میرویس نیکه او احمدشاه بابا په مقبرو کې ورسره د سولې خبرو ته کېني. 




طالبان وايي، اوسنۍ فضا او وضعیت د دې نه دی چې دوی خپل سیاسي مشران افغانستان ته د سولې د خبرو لپاره ولېږي، خو د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د سولې د مذاکراتو د ځای ټاکل د مذاکراتي ډلو صلاحیت دی. 


تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي و چې د خبرو د ځای په اړه بحث باید د سولې مذاکرات ونه ځنډوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *