Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هشت صبح: افغان دولت دې د هدفي وژنو پر وړاندې روښانه ادبیات وکاروي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د هدفي وژنو زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې شوي دي.



ویسا


وېسا ورځپاڼې په کابل او ولایتونو کې د هدفي وژنو او چاودنو د زیاتېدو په تړاو ليکنه کړې ده.


وړاندې راغلي، د دغو چاودنو له امله هره ورځ د کابل او نورو لویو ښارونو پر سړکونو د زیات شمېر بې کوره او بې سرپرسته ماشومان په سړه او ککړه هوا کې د سهار په تمه شپې سبا کوي.


ورځپاڼې په روان وضیعت له امله سیاسیون پړه بللي او لیکلي دي چې د ډېر شمېر افغان سیاسیونو اولادونه په بهر کې ښه ژوندل لري او خپله په کابل کې د مسافرو په توګه په خپلو قصرونو کې اوسیږي.


لېکوال پوښتنه کړې چې د دغه ډول چارواکو به په دې وطن څنګه زړه وسوځي؟


ورځپاڼې پرحکومت هم ټینګار کړی چې باید د دغه ناوړه وضیعت د ختمېدو لپاره لاس په کار شي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې هم د هدفي وژنو دوام ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، د دغو هدفي وژنو هدف خبریالان، مدني فعالان او مطرح څیرې دي چې تراوسه یې د کنټرول لپاره منظم پلان د حکومت په لاس کې نشته.


ورځپاڼې د دغو وژنو په تړاو د حکومت د غبرګون تکرار او غیر منطقي بللی او لیکلي یې دي، حکومت له هرې پېښې وروسته یوه خبرپاڼه خپروي او پېښه غندي چې په وینا یې تراوسه د پېښو عملي مخنیوي لپاره هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.


ورځپاڼې ټینګار کړی چې دولت باید د دغو پېښو په وړاندې روښانه ادبیات وکاروي او عاملین یې معلوم او مخنیوی یې وکړي کنه دا حالت به د دولت په زیان تمام شي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوي چې په کور دننه او په نړيواله کچه يې سختې اندېښنې را پورته کړي دي.


ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو نړيوال سازمانونو، د رسنيو او خبريالانو د ملاتړو ادارو او دغه راز د مدني ټولنو د اندیښنې هم را اخیستي چې دا وژنې يې ستر بشري جنايت بللی دی.


خو لیکوال د کورنيو چارو وزارت له خوا د هدفي وژنو د مخنيوي د نوي پلان یادونه کړې او لیکلي یې دي چې دا پلان بايد په ډېرې چټکۍ سره عملي شي او د هدفي وژنو د مخنيوي په برخه کې خپل پاتې راتګ بايد پرې تلافي کړای شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *