Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2020

Новости за 26.12.2020

Pa.azadiradio.com 

"کابل کې بمي چاودنو ۴ کسان وژلي"

افغان چارواکي وایي، په پلازمېنه کابل کې نن د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو چاودنو کې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول.  د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي په یوې بمې چاودنې کې چې نن د کابل په لویدیځ کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد، دوه پولیس وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.   د کابل په جنوبي برخو کې په یوه بله چاودنه کې بیا دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.   د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند معصومې جعفري رسنیو ته ویلي، چې تر دغو چاودنو وروسته د څلورو کسانو مړي او څلور ټپیان روغتونونه وړل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینو اروپایي هېوادونو د "کوېډ۱۹" ضد واکسین دوزونه ترلاسه کړل

بېلابېلو اروپایي هېوادونو فایزر بایو انتیک شرکت څخه د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د لومړني دوزونه ترلاسه کول پیل کړل.   ډېریو هیوادونو لکه اتریش، پولینډ، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، ناروې او سویډن نن د ډسمبر ۲۶ د پولیسو تر جدي څار لاندې دغه واکسینونه ترلاسه کړل.   د اروپایې کميسیون مشرې  اورزلا فون دیرلین پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې دا واکسین د اروپایي ټولنې په ټولو غړو هېوادونو کې شته.   د دې په خبره دا واکسینونه به مرسته وکړي، چې په اروپایي هېوادونو کې ژوند د وخت په تېرېدو بېرته عادي حالت  ته راوګرځي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: کابل کې د جنایي جرمونو په تور لسګونه کسان نیول شوي

د کابل امنیتي چارواکي په دې ښار کې د جنایي جرمونو په تړاو د ۲۷ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.   د کابل د امنیه قومندانۍ په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې راغلي، چې دا کسان د پلازمېنې له بېلابېلو سیمو څخه د اپراتیفي عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.   پر دوی د وژنو، غلاوو، د غیرقانوني وسلو د انتقال، اخلاقي جرمونو، د جعلي پیسو ترویج، د عامه نظم ګډوډول او داسې نورو جرمونو تور پورې دی.   د اعلامیې له مخې دغو کسانو څخه څلور میله وسلې او دوه موټر هم نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د شوروي میراث څه دی؟

‎نن د مرغومي یا جدي شپږمه ده. یو څلوېښت کاله پر افغانستان د پخوانۍ شوروي له یرغل اوړي. ‎که څه هم د شوروي ځواکونو په افغانستان کې له نهه کلونو وروسته ماتې وخوړه خو پر افغانستان یې د جګړو اغیز لا هم دردوونکی او مرګوني دی. ‎خو افغانستان ته د شوروي میراث څه دی؟ ‎د یوشپېته کلن نادر غږ، هغه کډوال چې د ویجاړوونکو جګړو له امله یې د میلیونونو نورو افغانانو په شان خپل هېواد ترک او بل هېواد ته کډوال شو. دی وایي، د شوري حمله په افغانستان ناڅاپي وه، دا د دې لامل شول چې خلک د خپل ژوند د ژغورولو لپارخ د کډوالۍ لاره غوره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا د ټيسټ لوبې په دوهم اننګز کې ١٩۵ منډې جوړې کړي

د اسټراليا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په کوربه توب په دوهمه ټيسټ لوبه کې اسټراليا په لومړې اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې جوړې کړې. د اسټراليا لپاره ماروس تر ټولو زياتې ۴۸ منډې تر لاسه کړې. د هند له لوري په توپ اچونه کې جسپريټ بومرا ۴ اشوېن ۳ محمد سراج ۲ او رویندرا جدېجا یوه وېکټ تر لاسه کړي دي. د یادولو ده، چې له دې وړاندې لومړۍ ټيسټ لوبه کوربه اسټراليا لوبډلې په ډېر لوړ توپیر ګټلې وه. هند په لومړي ټيسټ لوبه کې په دوهم اننګز کې کمې ۳۶ منډې ترسره کړې وې.

Pa.azadiradio.com 

اتحاد لوبډله د کابل فوټسال د غوره لیګ اتله شوه

د هرات د فوټسال سیالیو په پایلوبه کې اتحاد لوبډلې د کابل صداقت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کابل فوټسال د غوره لیګ اتلولي وګټله. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې له کابل او ولایتونو څخه ١٠ لوبډلو ګډون کړی وو او ١١ ورځې دوام وکړ. ښاغلی مشعوف وايي، د نن ورځې په فاینل لوبه کې اتحاد لوبډلې ٥ د ٣ په وړاندې صداقت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله. ویل کېږي، چې د هرات اتحاد لوبډلې د اتلولۍ په ګټلو سره په اسیایی سیالیو د ګډون جواز هم ترلاسه کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د سولې دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات باید په ټاکلي وخت پيل شي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی باید دې شورا ته د خبرو جزييات ورکړي او د شورا بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري. عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري پلاوي په دوهمه ناسته کې وویل، چې بین الافغاني مذاکرات باید په خپل وخت پیل شي. هغه زياتوي: "مذاکراتي پلاوی باید له روښانه او باصلاحیته کړنلارې سره خبرې بیا پيل کړي، مهمه ده چې دوهم ځل مذاکرات باید په خپل ټاکلي وخت پيل او د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازيتوب وکړي، د مذاکراتو ځای باید د دې لامل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستاني سیاست مخکښې ښځینه څهرې

مثال یې د نومبر پر ۳۰مه  په ملتان کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه ده چې پکې د دوه مهمو ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند استازیتوب ښځو وکړ.

Pa.azadiradio.com 

صالح: تروریستي ډلې غواړي د کابل امنیت په خرابولو امنیتي بنسټونه کمزوري وښیي

د افغانستان د پلازمېنې کابل یو بل سهار هم د درېیو مقناطیسي بمونو په چاودنو پیل شو. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړی چاودنه د حضوري چمن ته څېرمه، دوهمه د فیض محمد کاتب پر سرک او درېیمه چاودنه د درېیمې ناحیې اړوند شهید څلورلارې کې ترسره شوې ده. د ښاغلي فرامرز په خبره په دې چاودنو کې دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي دی. دی وايي: "د کابل امنیت په اړه د خلکو اندیښنې د درک وړ دي، د کابل امنیتي ټیم د خلکو مالي او ځاني امنیت خوندیتوب لپاره جدي کار کوي، په ځانګړي ډول د هدفي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د امن خونو نشتوالی؛ "د مېرمنو ګڼې قضیې بې عدالته پاتېږي"

په خوست کې یو شمېر مېرمنې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو لپاره د خوندي ځای له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې له دې کبله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځینې نورې ګڼې قضیې همداسې غلې پاتې کېږي.   مدني فعاله مریم ځايي اداره او په ځانګړي ډول د ښځو چارو ریاست ملامتوي چې تراوسه یې د مېرمنو لپاره داسې امن ځای چې چارې یې مېرمنې سمبالې کړي، نه دی جوړ کړی.   دا وایي:"ډېرې داسې ستونزې او د تاوتریخوالي قضیې پټ پاتې همداسې پټ پاتې دي، د دې کور جوړول ډېر مهم دي او په جوړلو کې دې یې ټولې ادارې جدي اقدام وکړي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'راکه سګرټۍ نور یې نه څکمه'؛ فعالان: دا ډول سندرې په لوی لاس ځوانان نشو ته هڅوي

یو شمېر افغان فعالان هغه سندرغاړي ګرم ګڼي چې په سندرو کې په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول د نشه يي مواد ستاینه کوي.  دوی وايي، دا ډول سندرې په لوی لاس ځوانان د نشه يي مواد کارولو ته هڅوي.  د نشه يي توکو اړوند دا سندرې معمولاً په کلیوالو سیمو کې یو شمېر هغه ځوانان په خپلو مجلسونو کې اوري چې له یوې خوا جګړو ځپلي وي او له بلې خوا بې کاره وي. د ارزګان د مرکز،  ترینکوټ ښار یوه بڼ کې څو تنه ځوانان په یوې سرې رنګې 'اېم.پي.تري' کې  سندره اوري او ورسره غبرګ د چرسو له سګرټو دودونه باسي.  د دوی له ډلې جمال وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د کرکټ سیالۍ د ټایګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده

په کونړ کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د سولې جام په نوم پیل شوي سیالۍد  ټایګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.   په کونړ کې د کرکټ بورډ مسول قیام خیام  نن شنبه(د مرغومي ۶مه)  ازادي راډیو ته وویل: " د ۱۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې وې چې پایلوبو ته یې د سید حکیم کلب او د عادل ټایګر لوبډلو لار پیدا کړې وه. بلاخره د دواړو د مقابلې وروسته عادل ټایګر لوبډله وتوانېده د دغو سیالیو بریا خپله کړي."   دا لس اوریزې سیالۍ له ۱۵ ورځو راهیسي پیل شوې وې چې د مرکز اسعد اباد او ولسوالیو لوبغاړو برخه په کې درلوده.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۶۵ تنه مړه شوي

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم په ټول ملک کې په مجموعي توګه د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۶۹،۴۸۲ اوښتی خو ۴۲۰،۴۸۹ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

روسیه:د 'سپوتنیک وې' واکسین له ۱۸کلنو پورته هم پلي کېدای شي

د روسیې د روغتیا وزارت ومنله چې  د سپوتنیک وې په نوم د کویډ ۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین دې  تر شپېتو کلونو د لوړ عمر لرونکو کسانو ته تطبیق شي.   د روغتیا وزیر میخایل موراشکو نن شنبه (د مرغومي ۶مه) دا خبره کړې ده.   موراشکو ویلي چې دا واکسین له اتلس کلنو څخه نیولې بیا ټولو کسانو ته تطبیق کیدای شي.   تر دې وړاندې ډېر زاړه کسان په تېره بیا هغوی چې زیان منونکي وو، د واکسین له دې پروګرامه  ایستل شوي وو.   د روغتیا وزیر زیاته کړه چې اوس دا موندل شوي چې د سپوتنیک وي واکسین د ټولو لپاره  خوندي دی.   ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او جاپان د کرونا په نوې بڼې اخته شوي کسان ثبت کړي

د راپورونو له مخې، په فرانسې او جاپان کې د کرونا ویروس په نوې بڼه د لومړنيو کسانو د اخته کېدا موارد ثبت شوي او ورسره په دغو هېوادونو کې د کرونا د دې نوي ډول د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې د روغتیا وزارت پرون (جمعه) اعلان وکړچې د یوه فرانسوي چې له بریتانیا خپل هېواد ته ستون شوی و، د کرونا ټېست وښوده چې د کرونا په نوې بڼه اخته شوی دی.  د دې راپور له مخې، دا سړی اوس په قرنطین یا تجرید کې دی او وضعیت یې ښه دی.  د بریتانیا د روغتیا وزارت د دسمبر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اسد قیصر: د افغانستان او پاکستان ګډ بازارونه جوړوو

اسد قیصر د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په اسلام اباد کې، د دواړو هیوادونو د پارلېمانونو یوې ګډې غونډې ته د وینا پر مهال دغه څرګندونې کړې دي. نوموړي وړاندې وویل چې دا به د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډ بازارونه وي.

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې د ښځو سوداګریز مرکز پرانېستل شو

په فاریاب ولایت کې د ښځو سوداګریز مرکز پرانېستل شو. د سواګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د مرغومي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه مرکز د جوړولو هدف د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په ګوته شوی. نوموړي وویل چې په دغه سوداګریز مرکز کې ٢٠٠ مېرمني په کار بوختې دي. د فاریاب په یاد سوداګریز مرکز کې مېرمنې د لاسي صنایعو، د صحي خدماتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: يو هندی شرکت له افغانستانه ۲۰۰۰ ټنه زيره اخلي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، يو هندي شرکت اعلان کړی چې له افغانستانه دوه زره ټنه زيره اخلي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د مرغومي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې  دغه شرکت له افغانستانه د ٣٠٨ ميليونه افغانيو په ارزښت د زيرې واردولو هوکړه  لاسليک کړې ده. د هندوستان په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ سوداګريزې اتشې محمد نافع سروري رسنیو ته ویلي، نوموړي دغه هوکړه د جابز انټرنېشنل په نوم  "Jabs International"  هندي شرکت سره لاسلیک کړې ده. د دغه هوکړه ليک له مخې به دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او جاپان د کرونا د نوې بڼې لومړۍ پېښې تایید کړې

فرانسې او جاپان د کرونا د نوې بڼې د لومړیو پیښو تایید وکړ.  د فرانسې روغتیا وزارت په یوه بیان کې وویل، د فرانسوي ټست د جمعې په ورځ مثبت شو. دی په وروستیو کې په انګلستان کې و.  یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم د کرونا د دې نوې بڼې د مثبتو پېښو خبر ورکړی دی.   د دې کرونا په اړه ویل شوي دي چې ژر له یوه تنه بل ته لېږدي خو د مخکنۍ کرونا په څېر دا ناروغي وژونکې نه ده.  روغتیایي چارواکي وایي، دا هم تر اوسه معلومه نه ده چې جوړ شوي واکسینونه به د کرونا پر دې نوې بڼې اغیز کوي که نه کوي.  د جاپان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مرکزي افریقا کې د ملګرو ملتونو ۳ سوله ساتي سرتیرې وژل شوي

د مرکزي افریقا په جمهوريت کې د ملګرو ملتونو درې سوله ساتي سرتیرې وژل شوي دي.  ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ په یوه بیان کې دا پېښه په سختو ټکیو وغندله او په دې برخه کې یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.  د دې پېښې په اړه ملګرو ملتونو نور جزئیات نه دي ورکړي چې دا سرتیرې چېرته او څه وخت وژل شوي دي؟ یوازې دومره یې ویلي دي چې دا پوځیان د بروندي دي.  ټاکل شوې ده چې سبا په دې هېواد کې انتخابات ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قومانداني: ښار کې چاودنې دوه پولیس وژلي

د کابل امنیه قومانداني د ښار په درېیمه ناحیه کې د لږ تر لږه دو پولیسو د وژلو خبر تاییدوي.  د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، دا پېښه هغه وخت وشوه چې د پولیسو پر رنجر موټر د ماین چاودنه وشوه.  د ده په وینا د شهید له څلور لارې سره په دې چاودنه کې یو ملکي ټپي شوی هم دی.  په کابل کې په وروستیو کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې په دې لړ کې د چهارشنبې په ورځ په دې ښار کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرایي رئیس یوسف رشید ووژل شو.

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: افغان دولت دې د هدفي وژنو پر وړاندې روښانه ادبیات وکاروي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د هدفي وژنو زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې شوي دي. ویسا وېسا ورځپاڼې په کابل او ولایتونو کې د هدفي وژنو او چاودنو د زیاتېدو په تړاو ليکنه کړې ده. وړاندې راغلي، د دغو چاودنو له امله هره ورځ د کابل او نورو لویو ښارونو پر سړکونو د زیات شمېر بې کوره او بې سرپرسته ماشومان په سړه او ککړه هوا کې د سهار په تمه شپې سبا کوي. ورځپاڼې په روان وضیعت له امله سیاسیون پړه بللي او لیکلي دي چې د ډېر شمېر افغان سیاسیونو اولادونه په بهر کې ښه ژوندل لري او خپله په کابل کې د مسافرو په توګه په خپلو قصرونو کې اوسیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان سترې محکمې د ۸ کسانو محاکمه پیل کړه

د ازبکستان سترې محکمې د اوبو د یوه لوی بند د پروژې د بیارغونې په چارو کې د بې غورۍ له امله د اتو کسانو محاکمه پیل کړه،دوی د بند د خوندیتوب په چارو کې په بې غورۍ تورن شوي. د ازبکستان په ختیځ کې د سردآبې بند سږ مې ویجاړ شو. د دې بند د ویجاړېدو له امله د راوتي سیلاب له لاسه شپږ کسان ووژل شول او د سیمې اویا زرو کسانو خپل کورونه پرېښودل. د سردآبې د اوبو بند په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شوی و. د ازادې اروپا راډيو ازبک سرویس راپور ورکړی چې د سترې محکمې جلسه د بندو دروازو ترشا وشوه. د ازبکستان د قوانینو... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *