Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بلخ کې د کوڅه ډبو هلکانو ځورونو د ښځو ټولنیز فعالیت کم کړی

مزار شریف کې ښځې د کوڅه ډبو هلکانو له وېرې روحي امنیت نه‌لري. 


په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه یو شمېر مدافع بنسټونه په دغه ولایت کې د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د ښځو د ځورونې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي. 


دغه ولایت کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په کوڅو کې د ښځو ځورونه د هغوی د وېرې او روحي بې‌اعتمادۍ سبب ګرځېدلې او د دوی ټولنیز فعالیت‌یې کم کړی. 


نسیمه رونق په مزار شریف کې یو له هغه مېرمنو ده چې له کور دباندې کار کوي او وايي چې په کراتو په ټولنه کې له دغې ناوړه دود شوې پدیدې سره مخ شوې. 


اغلې رونق په بلخ کې د رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی دفتر د همغږۍ مسئوله ده. 


هغه وايي چې له کوره دباندې تر خپل کاري دفتر پورې روحي او رواني مصونیت نه‌احساسوي. 


نوموړې یې اساسي علت په ټولنه کې د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د ښځو د ځورونې د پدیدې دود بولي. 




د اغلې رونق په خبره چې په کوڅو کې د هلکانو له‌خوا د ځورونې د ګواښ له وېرې یې کورنۍ څو ځله له دې غوښتي څو دنده پرېږدي. 


نسیمې زیاته کړه: "هلکان نجونو ته بدې خبرې کوي. ځیني وخت بیا ښکنځلې هم کوي. دا مسئلې د نجونو رواني امنیت ته صدمه رسوي. کورنۍ مې له ما څو ځله غوښتي چې په همدې دلیل دنده پرېږدم." 


په بلخ کې د ښځو چارو ریاست او په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر هم تأییدوي چې په مزار شریف کې ښځې له کوره دباندې او په کوڅو کې رواني امنیت نه‌لري. 


د بلخ د ښځو چارو مشرې شهلا حدید په کوڅو کې د نجونو د ځورونې د مسئلې په اړه اندېښنه وښوده. 


هغې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کوڅو کې د ښځو په وړاندې شته ځورونې سبب شوي ترڅو په ټولنیز فعالیت کې د ښځو ونډه کمه شي. 




اغلې حدید وویل: "کله چې په کوڅو کې ځورونه وي ښځې او نجونې ځان مصون نه‌بولي. دوی نه‌شي کولای چې له ګواښ پرته له کوره بهر شي او یا په عامه ځایونو کې په سوداګریز او یا ټولنیز فعالیت بوختې شي." 


د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د نجونو او ښځو د ځورونې په اړه ویلي چې په ټولنه کې د زده‌کړې د کچې د کموالي او د امنیت د نشتوالي په خاطر دغه پدیده مخ په زیاتېدو ده. 


د بلخ د ښځو چارو ریاست په تېرو ۹ میاشتو کې په مجموعي توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۷۵ پېښې ثبت کړي چې له دغو ۳۰ یې د کوڅه ډبو هلکانو له‌خوا د ښځو د ځورولو پېښې دي. 


د ښځو د حقونو فعاله منا اراسته وايي چې په کور کې د ماشومانو سم روزنه کولای شي چې په کوڅو کې د هلکانو له‌خوا د نجونو د ځورونې کچه کمه کړي. 


هغې زیاته کړه: "کله چې ماشوم سم تربیه شي. خپل او د بل حق ماشوم ته ورمعلوم وي بیا د بل هېچا توهین او تحقیر نه‌کوي." 




په شمال کې د بشر حقونو دفتر ویلي چې حکومت دې په کوڅو کې د هلکانو له‌خوا د نجونو او ښځو د ځورونې د مخنیوي په خاطر یو ځانګړی واحد رامنځته کړي. 


د دغه بنسټ مشر سید محمد سامع وویل: "دولت مکلفیت لري چې د خپلو اتباعو ځاني امنیت خوندي کړي. دا د دولت مسؤلیت دی ترڅو په کوڅو کې د نجونو او ښځو د امنیت تأمینولو په خاطر یوه امنیتي ارګان په چوکاټ کې ځواکونه ځانګړي کړي." 


ارواح پوهان په دې عقیده دي چې په ټولنه کې د ښځو د ځورونې د کچې زیاتوالی کولای شي چې د ښځو سره د خپل ځان په وړاندې د بې‌باورۍ او د ضعف احساس لوړ کړي او همداراز له هغوی سره د نارینه‌وو په وړاندې د نفرت حس تقویت کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *