Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پکتيا کې ځينې جګړه ځپلي: د ښارګوټو د جوړېدو پر ژمنه کلونه واوښتل

په پکتیا کې ښوونکي، کډوال او په جنګ کې زیانمن کسان وایي، له دوی سره د ښارګوټو د جوړېدو د میاشتې ژمنه په کلونو وځنډېده.


په پکتیا کې د ښوونکو او په جنګ کې د زیانمنو شویو کسانو د ښارګوټو پروژې چې له تېرو شاوخوا لسو کالونو راهیسې یې د چارو د پیلېدو او اړو کسانو ته د وېش ژمنې کېږي، د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا لا یې هم درک نه شته او تر اوسه یې چارې په ټپه ولاړې دي.


په پکتیا کې د ښوونکو د اتحادیې مشر ریاض علی زی وايي، پکتیا ته هر نوي راغلي والي او د معارف ريسانو ورسره په بیا، بیا د ښوونکو د ښارګوټي د پرانیستو ژمنه کړې، خو له کلونو انتظار وروسته یې هم د جوړیدو او وېش چارې نه دي پیل شوي.


هغه وویل: "هر والي چې راغلی موږ ته یې یوه میاشت وخت راکړی، چې شهرک درته توزیع کوو، خو تر اوسه نه دی شوی، کله چې وزارت ته تللي یو، هلته د ښارګوټي په اړه هېڅ شی او نوم هم نه شته، دا هسې وعدې دي."


د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی رئیس ښایسته جان احدي بیا د دولتي ځمکو غصب او د دې ځمکو د نه خلاصون لپاره د جدي اجراتو نه ترسره کېدل، د ورته لویو پروژو د کار په وړاندې لوی خنډونه بولي.


دی وایي: "پنځه کاله مخکې د شهداو او معلولینو ښارګوټی رسماً افتتاح او نقشه یې وزارت نه راغله او اسناد یې دولت سره لاس کې دي همداسې د مهاجرینو ښارګوټی چې ډېره برخه کې د غصبینو په لاس کې ده او د ښار د ماسټر پلان خنډ ګرځېدلي." 


د پکتیا د پوهنې ریاست د مسئولینو په وینا که څه هم د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ کالونو ترمنځ په پکتیا کې د هغه وخت د ځایي چارواکو له خوا شپږ سوه ښوونکو ته نمرې ورکړل شوې او یادو ښوونکو بانک ته مالیه او اړینې پیسې هم جمع کړې، خو د سیمه ییزو زورواکو لخوا یې د نمرو د جوړولو مخه ونیول شوه او تر اوسه یې چارې بیا نه دي پیل شوي.


د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډيو ته وویل، چې د ځمکو د غصب څخه د خلاصون په موخه د غاصبینو لیست برابر کړی او ډېر ژر به یې د عدلي او قضایي تعقیب لاندې روالي خو د ښوونکو، کډوالو او په جنګ کې د زیانمنو شویو کسانو د ښارګوټو د پیل په اړه د ولسمشر امر ته په تمه دي.




فدايي وویل: "يو دا چې د ولسمشر له لوري د دې توزیع بنده شوې او بل دا چې په دې ځمکو باندې د خلکو لخوا دعوې موجودې دي، چې هم یې خنډ او هم یې وېش ځنډولی. 


ولسمشر غني هم د ولسمشرۍ په اوله دوره کې ویلي و، د ښوونکو د سرپنا لپاره  به په شپږو میاشتو کې شهرکونه جوړ کړي، خو په پکتیا کې مېشت ښوونکي وایي، نه یوازې دا چې ښارګوټي ورته جوړ نه شول، بلکې د جوړېدو لپاره یې د اداري مراحلو رسمي پروسه هم نه ده بشپړه شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *