Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"د افغان مرکچي پلاوي محدود غیرحاضر غړي دوحې ته رسیدلي، خو پرمختګ لا نه ښکاري"

په داسې حال کې چې له تېرو لسو ورځو را په دې خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي، د راپورونو له مخې تر اوسه دواړو خواوو یوازې یوه مقدماتي او یوه فني ناسته ترسره کړې ده.


که څه هم د ناستو د ځنډ په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، خو د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د دولت د مرکچي پلاوي محدود شمېر غیرحاضر غړي هم دا مهال دوحې ته رسېدلي دي.




د دغې شورا ویاند فریدون خوځون د شنبې (د مرغومي ۲۷مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي محدود شمېر غړي چې د روغتیايي او نورو شخصي ستونزو له امله دوحې ته نه و راغلي، اوس ټول را رسېدلي، په یو موټي ډول په خبرو بوخت دي."




په قطر کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، ممکن د نن ورځې تر پایه یو ځل بیا دواړه ډلې په خپلو کې ناسته ولري.


همدې سرچینې تائیده کړه چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غیر حاضر غړي هم دوحې ته رسېدلي دي.


خو طالبان بیا وايي چې دوی اوس هم او مخکې هم مذاکراتو ته چمتو دي.


د دغې ډلې د قطر د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مرکچي ټیم رئیس او د اسلامي امارت سیاسي معاون او د دفتر رئیس هم حاضر دي او  زیاته یې کړه چې د ننني ناستې په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.




دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال د سېپټمبر په ۱۲مه په قطر کې بین الافغاني خبرې پيل شوې چې له څلورو میاشتو مذاکراتو وروسته دواړه خواووې د خبرو په کړنلاره توافق ته ورسېدل.


که څه هم دوحه کې د سولې له دوهم پړاو خبرو د افغانانو تمه دا وه چې اوربند به ټینګ شي، خو لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی په لوړه کچه روان دی.


په کابل کې د امریکا شارژدافیر ويلي چې متحده ایالات ژر تر ژره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټېدو او د اوربند غوښتونکی دی.


خو  په همدې وضعیت کې بيا د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ۲۵۰۰ ته راښکته کړی.




ناټو  بيا د امریکا دغه اقدام ته په غبرګون سره په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د ښوونې روزنې، سلا مشورې په برخه کې د دوی دریځ نه دی بدل شوی.


په اعلامیه کې راغلي چې دوی به افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي او په راتلونکو میاشتو کې به شرایطو ته په کتو په افغانستان کې خپل شتون و ارزوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *