Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قزاقستان کې له حکومت ضد مظاهرو لسګونه معترضان نیول شوي

په قزاقستان کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه معترضان نیول شوي دي. 


دغه مظاهرې چې د دې هیواد په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې ترسره شوې، د اپوزېسیون دوو ګوندونو تنظیم کړې وې. 


په دغو اعتراضیه لاریونونو کې چې د قزاقستان په یو شمېر ښارونو او ښارګوټو کې ترسره شول، ګډونوالو یې په هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو لپاره غږ اوچت کړ. 


د نور اوتان واکمن ګوند چې له نږدې درې لسیزو راهیسې د قزاقستان پر سیاست نفوذ لري، د حکومت مخالفه ګوندونه‌یې څنګ ته کړي دي. دغه ګوندونه چې په پارلمان کې هم څوکۍ نه‌لري، د خپلو غوښتنو لپاره له دې پرته چې د عمومي اعتراضونو له لارې یې راپورته کړي، بله لار نه‌لري. 


پروني اعتراضیه لاریونونه د پلازمېنې نورسلطان په ګډون د دې هیواد په ډېرو نورو لویو ښارونو کې ترسره شول. 




ویل کېږي په اورال ښار کې په اعتراضیه لاریون کې چې چارواکو ورته اجازه ورکړې وه، په سلګونه کسانو برخه اخیستې وه. د قزاقستان په دوهم ستر ښار الماتي کې هم په لسګونه کسانو په ترسره شویو لاریونونو کې ګډون کړی و چې د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې پولیسو لږترلږه ۵۰ تنه په دې ښار کې نیولي دي.


یو شمېر معترضانو "له لارې لیرې شه"، د نظرباییف ضد شعارونه ورکول. نورسلطان نظرباییف چې له لسیزو راهیسې یې د دې هېواد واګې په لاس کې وې، دوه کاله مخکې له قدرته لاس واخیست او د انتخاباتو له لارې یې خپل ځای ناستي قاسم جومارت توکاییف ته زمینه برابره کړه، خو ویل کېږي چې نوموړی تر اوسه د دې هېواد په سیاست کې مهم رول لوبوي. 


د قزاقستان په ښارونو کې پروني لاریونونه د اپوزېسیون دوو ډلو، ډموکراتیک ګوند او د قزاقستان د ډموکراتیک انتخاب ګوند تنظیم کړي وو.


دغو دواړو ګوندونو په دغو لاریونونو کې د سیاسي اصلاحاتو ترڅنګ د ځمکو د اصلاحاتو غوښتنې هم وکړې. 




د قزاقستان ولسمشر توکاییف مخکې له دې چې د ځمکو د خرڅلاو لپاره مهلت پای ته ورسېږي، د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې بهرنیان له دې منع کېږي چې په دې هېواد کې ځمکې وپېري یا یې په اجاره ونیسي. 


هغه وویل، دغه طرحه‌یې د دې لپاره وړاندې کړې چې په دې اړه ګونګوسیو ته د پای ټکی کېږدي. 


د بهرنیانو له‌خوا د کرنیزو ځمکو د پېرلو اوسنی مهلت د روان کال په پای کې پای ته رسېږي. د قزاقستان حکومت د کرنې په سکټور کې د بهرنیانو د پانګونې د جلبولو لپاره د دغه پنځه کلن مهلت طرحه په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې تصویب او عملي کړه چې په وړاندې یې په دې هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *