Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

دنیا: ایا د سولې په پروسه کې په رښتیا طالبانو فرصت ضایع کړ؟

دنیا


دنیا ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرلیکنه پیل کړې، ایا د سولې په پروسه کې په رښتیا طالبانو فرصت ضایع کړ؟


وړاندې راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې یو کال پوره کېږي، خو په وینا یې له لومړي سره دغه بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ و، په خورا سختۍ پیل شو او د پام وړ نتیجه ونه‌لیدل شوه.


د لیکوال له انده چې د افغانستان د سولې بهیر دومره اسانه هم نه‌و لکه طالبانو او یا نورو لورو چې فکر کاوه.


ورځپاڼې لیکلي، په دغه بهیر کې یوازې د طالبانو څه باندې پنځه زره زندانیان ازاد شول، خو د تاوتریخوالي په کموالي کې یې هېڅ ګټه ونه‌کړه.


ورځپاڼې لیکلي، دا سمه ده چې په دې بهیر کې طالبانو ګټه وکړه، په نړیوال سټېج مطرح شول، جنګیالیو ته‌یې په نظام کې د جذبېدو هیله پیدا شوه، زرګونه زندانیان‌یې هم ازاد شول، خو د لیکوال په وینا د طالبانو ستره تېروتنه دا وه چې له فرصته‌یې هغومره چې امکان و، استفاده ونه‌کړه.


ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو او اوربند سره نه‌موافقه د دې لامل شوه چې د هرې پېښې مسؤلیت دوی ته راجع شي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې لیکلي اوس چې د دوحې له  هوکړې یو کال پوره شوی، نو په اړه‌یې قضاوت څه دی؟


د لیکوال له انده، طالبان او امریکایان دواړه تمایل نه‌لري چې د دوحې هوکړه لغوه کړي.


وړاندې راغلي، دې هوکړې امریکایان خوندي کړل، له هوکړې وروسته په افغانستان کې هېڅ امریکايی نه‌دی وژل شوی او طالبانو هم ګټې کړي، هوايي بریدونه پرې کم شوي، مرګ‌ژوبله یې کمه شوې او پراخې سیاسي اړیکې یې جوړې کړې دي.


لیکوال ټینګار کوي چې د دوحې هوکړې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې لا هم جګړه نه‌ده درېدلې.


وړاندې راغلي که د دوحې هوکړه پوره عملي کېږي او که نیمه، خو بین‌الافغاني خبرې باید جدي شي او د سولې روانه پروسه باید د افغان‌وژنې دا ماشین ودروي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې له طالبانو سره د امريکا تړون يو کلن بهير کې طالبانو ډېرې ګټې وکړې، خپلې ليکې يې پياوړې کړې او افغان حکومت د هغوی ۵،۵۰۰ بنديان ور ازاد کړل او طالبانو په دې موده کې ځان راټول کړ او له سره‌يې د زندانيانو په ازادېدا سره خپلې ليکې تر بل هر وخته ډېرې پراخې او پياوړې کړې.


خو د لیکوال په وینا، طالبانو د سولې لپاره هوډ نه‌دی ښکاره کړی او د سولې په نوم وخت ضايع شوی دی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي او په ټوله کې افغانستان زيانمن شوی دی.


ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانانو هيله او غوښتنه دا ده، څو نه‌يوازې پر دغې معاملې بايد له سره کتنه وشي، بلکې پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو لورو هم فشار راوړل شي چې د سولې لپاره خپله ژمنتيا په ډاګه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *