Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر کابل پوهنتون د برید قربانیان: په اعدام محکوم کسان دې علني اعدام شي

پر کابل پوهنتون د برید یو شمېر کورنۍ که څه هم پر حکومت نیوکه کوي چې پر دې پوهنتون د شوي برید قضیه په ځنډ مخکې وړي، خو د پېښې د عاملانو لپاره بیا علني اعدام غواري.


د دغو قربانیانو له ډلې یو هم ۲۱کلن محمد راهد دی چې د روان کال د لړم په ۱۲ مه پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې له خپلو۱۷ تنو نورو ټولګیوالو سره ووژل شو.


‎په دې حمله کې له ۴۰ زیات نور محصلان ټپیان شول. د وژل شوېو محصلانو یوازې۱۶ تنه یې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي محصلان وو.


د محمد راهد مور وحیدې شېزاد نن د جمعې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د زوی له وژل کېدو وروسته یې د حکومت پرېکړې ته په تمه ده، خو حکومت تر اوسه په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.




اغلې شېرزاد زیاته کړه: "باید عام محضر کې له کومې دروازې چې پوهنتون ته د حملې لپاره تللی و، همالته اعدام شوی وای، خو په خواشینۍ سره چې اوس هم د څو میاشتو په تېرېدو سره لا هم حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی."


دا یوازې د راهد مور نه ده چې د خپل ۲۱ کلن زوی د قاتلانو د اعدام غوښتنه کوي، بلکې نصرت الله ترنک چې د کابل پوهنتون د عامه ادارې محصل دی وایي، دغه کسان باید په عام محضر کې اعدام شي.




هغه چې د کابل پوهنتون پېښه کې سخت ټپي شوی و وايي، خپل هدف او هوډ څخه په شا شوی نه دی او زده‌کړو ته به دوام ورکړي.


نوموړی د پېښې له عاملانو سره د سخت چلند غوښتنه کوي: "زما غوښتنه دا ده چې د پېښې عاملینو سره باید قانوني او جدي چلند وشي. چا چې زموږ د ټولګیوال ژوند اخېستی او زموږ  ژوند یې نیمایې کړی باید ترې ژوند واخېستل شي. د قربانیانو زړه به تسکین کړي."


پر کابل پوهنتون د‌ برید عاملانو ته د ‌استېناف یوې محکمې هم د اعدام سزا تایید کړې ده.


د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته وویل، د عادل د اعدام حکم په بګرام زندان کې د تروریستي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له خوا تایید شوی.


د کابل پوهنتون د تروریستي حملې عامل او طراح عادل چې په ارش او طلحه مشهور و، مخکې اړوندې ابتداییه محکمې په اعدام محکوم کړی و.




د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، دا دوسیه به تر دې وروسته سترې محکمې ته ولېږل شي او د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د توشیح لپاره ولسمشر ته وړاندې کېږي.


د سترې محکمې ویاند ښاغلی قويم همدا راز وايي چې استېناف محکمې د عادل یو بل ملګری عبیدالله هم چې په حماد مشهور و، په نورو تروریستي جرمونو کې د لاس لرلو له کبله په اعدام محکوم کړی دی.


پر کابل پوهنتون د حملې پړه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې منلې وه، خو افغان حکومت طالبان پر دې برید پړه وبلل، خو طالبانو دا تور رد کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *