Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مسیر: د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نه‌شي

هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرلیکنه کې، د سولې په تړاو د مسکو او انقرې په غونډو کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو لیکلي دي.


په سرلیکنه کې راغلي، ټاکل شوې چې د حوت مياشتې په ۲۸مه په روسيه کې د افغان سولې په هکله يو نړيوال کنفرانس جوړ شي او همدارنګه په ترکيه کې هم د امريکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو په استازولۍ بله غونډه جوړېدونکې ده چې دې غونډې ته پراخ تياری نيول شوی دی او افغان حکومت هم په دې غونډه کې ګډون کوي څو د خپل صلاحيت په محدوده کې د سولې مسئله مطرحه کړي.


خو لیکوال ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید د افغان حکومت دريځ  پياوړی وي څو په افغانستان کې تپل شوې جګړه او يا هم د يو شمېر ګاونډيانو اوسيمه‌ييزو هېوادونو نااعلام شوې مخامخ جګړه پای ته ورسېږي.


ورځپاڼې لیکلي، بنسټیزه سوله د افغان حکومت مهمه غوښتنه او د افغانانو حق دی چې نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې همکاري وکړي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې د سولې او د انتقالي حکومت د طرحې په اړه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې  لومړنۍ غونډې ته اشاره کړې لیکلي، که رښتیا هم د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټه چې په‌کې د مهمو سیاسي اړخونو استازي او مشران هم شته، یو واحد دریځ پيدا کړي او ځيني نور سیاستوال هم ورسره همغږي شي، نو دوی به لویې لاسته راوړنې ولري.


وړاندې راغلي، په دې سره به د افغانستان دریځ پیاوړی، معقول او د افغانستان د ډېرو خلکو د نظریاتو ممثل شي.


لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا له‌خوا د سولې د انتقالي حکومت جوړه شوې طرحه باید د مصالحې په عالي شورا کې وارزول شي، مثبت او منفي ټکي یې باید معلوم شي او د دې ترڅنګ باید دا په پام کې ونیول شي چې د سولې لپاره یو چانس شته او د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نه‌شي.


ورځپاڼې ټینګار کړی چې د مصالحې عالي شورا له رهبرۍ کمېټې همدا تمه کېږي چې یو معقول، د سولې په ګټه، جامع او سم دریځ خپل کړي او له سولې سره مرسته وکړي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکي، په داسې حال کې چې د ترکیې غونډې ته څه باندې دوه اوونۍ پاتې دي، جمهوري غوښتونکو په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو د پلان د تعدیل په اړه کار پیل کړی دی.


د لیکوال په وینا، هغه څه چې تر دې دمه روښانه شوي دا دي چې لنډمهاله/ انتقالي حکومت له ټولې نړۍ له‌خوا یو مطرح شوی نظر دی.


د لیکوال په وینا، ارګ که څه هم په دې پوهېږې چې د مقاومت د دوام توان نه‌لري، خو د امتیاز اخیستلو لپاره نه‌غواړي چې په اسانۍ له خپل دریځ څخه په شا شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *