Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په پکتیا کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري

په پکتیا کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوولین وايي چې دې ولایت کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري.


دوی په حکومتي ادارو کې د توپیریز چلند خبره کوي او زیاتوي، دې ځایونو کې د نارینه وو په شان د ښځو ستونزو ته رسیدنه نه کېږي او کارونه يې د خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.


په ګردېز کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مشر نور احمد شهیم ازادي راډیو ته وايي، په حکومتي ادارو کې د نارینه وو په شان د ښځینه وو کارونه پرمخ نه ځي: "عدالت ته پوره لاسرسۍ هم په ټولنه کې ښځو ته متاسفانه په ښه ډول میسر نه دی، موږ دې مسئلې ته په برسېرن نظر ګورو، تاسو خپله شاهدان یاست که چیرې یوه خور د خپلو مشکلاتو نه خپله عریضه اداراتو ته وروړي، د هغه کار هغسې چې د نارینه وو کار مخته ځي، د هغوی کار مخته نه ځي. "




د پکتیا په مرکز ګردېز کې د بشري حقونو د کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په زیاتېدو هم اندېښنه څرګندوي او وايي چې د تېر کال پرتله روان کال کې دا ډول پېښې ډېرې شوې دي.


په ګردېز کې د بشري حقونو د کمېسيون د ښځو د برخې مشرې زرمينې شمس وویل: "کله چې هغه ارقام مو سره ټول کړي دي، ۳۹۱ قضیې مو درلودې، حال دا چې تېر کال مو ۳۶۲ قضیې درلودې، یانې سږکال د تاوتریخوالي پيښې یو څو فیصده ډېرې شوې دي. "


د پکتیا د پوهنې چارواکي بیا د ښوونې روزنې برخه کې د ښځو ځينو پرمختګونو ته اشاره کوي.


د پوهنې ریاست مرستیاله روحانیه وايي، په دې مهم ډګر کې د ښځو رول ډېر شوی او دوی د پوهنې ریاست په چوکاټ کې په یو شمېر مهمو ځایونو کې دندې ترسره کوي.


دې وايي، د پوهنې په بهیر کې د ښځو د رول زیاتېدل د دوی د ټولنیزو ستونزو د کمېدو لامل شوي او اوس کولای شي، خپل حقونه وغواړي.




روحانیه د افغان حکومت د سولې په مذاکراتي ټیم کې د ښځو ګډون ته په کتو وویل، د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې هم باید ښځې موجودې وي، ځکه که حکومت زیان لیدلی، نو طبعاً مخالف طرف هم زیان لیدلی او هغوی هم کونډې، بورې او یتمان لري.


بل خوا د پکتیا مدني فعالان بیا وايي، که د ټولنې کلتوري ځانګړتیاوو ته په کتو ښځو لپاره د تفریح او سیاحت ځایونه جوړ شي، نو د هغوی د زده کړو پر بهیر به نور مثبت اغېز پریباسي.


د لنکن ښوونیز مرکز مشر اسدالله ځاځی وايي، په هغو ښوونځیو کې چې زده کوونکې او ښونکې يې ښځینه دي، هلته دې دوی لپاره تفریح ځایونه جوړ شي او که جوړ وي، له هغې دې د استفادې اجازه ورکړل شي.


کتونکي وايي، که څه هم د پخوا پرتله د ښځو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ شوی او تر یوه بریده په خپلو حقونو او دا چې خپلې ستونزې کومو ادارو سره شریکې کړي، پوۍ شوي، خو بیا هم د دودیزو ممانعتونو له کبله په ډېریو ناوخوالو چوپه خوله پاتې کېږي.


همدارنګه عدالت ته د ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو د ښځو لاسرسۍ بیا تر ښاري سیمو نور هم لږ دی او کلیوالي ښځې په دې برخه کې ډېرې ستونزې او ناخوالې زغمي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *