Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په جلال اباد کې د ناکامورا پر نامه پارک جوړېږي

د افغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې بهسودو پله ته څېرمه د جاپاني موسسې د پخواني وژل شوي مشر ډاکټر ناکامورا د څلې او پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.



د ډاکټر ناکامورا د څلي او پارک د جوړېدو چارې د مارچ په ۲۷ مه نېټه پیل شوې. د ننګرهار چارواکي وايي چې دا څلې پارک به د پنیځه نیم میلیونو افغانيو په ارزښت په شپږو مياشتو کې بشپړ شي.


د جلال اباد ښاروال انجينر اباسين بهير د ناکامورا د څلې او پارک د بنسټ د ډبرې د اېښودو پر مهال وویل، "دا ساحه چې نن په کې موږ د ناکامورا د څلې او پارک د بنسټ ډبره کېښودله، د دوه سرکونو تر منځ ۲۶۳ میتره اوږدولي او اته میتره پلنوالی لري. د دې تر څنګ چې دا ساحه به زرغونېږي، دننه به په کې د خلکو لپاره د ناستې اسانتیاوې هم برابرې شي، د پارک په شمالي برخه کې به د ناکامورا څلی جوړېږي. دا پارک او څلي به پینځه نیم ميليونو افغانيو په ارزښت په شپږو مياشتو کې بشپړ شي."



د ننګرهار ولایت اداري او مالي مرستیال پوهنوال ببرک مياخېل په خپلو خبرو کې ډاکټر ناکامورا د ننګرهار د زرغونتيا اتل یاد کړ.


ده وویل چې ناکامورا چې کومې بنیادي پروژې په ننګرهار کې تر سره کړي، ساری نه لري.


نوموړي وړاندې وویل، "ډاکټر ناکامورا يو خدمتګار او نه ستړی کېدونکی انسان و. په ننګرهار کې يې ډېرې بنیادي پروژې بشپړې کړي دي. په کومو سيمو کې چې ناکامورا سربندونه او کانالونه جوړ کړي، هلته ورسره د خلکو ژوند ښه شوی دی. زموږ هیله دا چې پي ایم ایس موسسه کې چې له ناکامورا وروسته څوک کار کوي، هغوی همدومره له خپل کار سره مینه ولري، لکه هغه چې لرله. ناکامورا له يوې لېرې سيمې نه دلته انسانیت راوستي و او دلته يې خدمت وکړ. نن چې د ښاروالۍ له لورې د هغه څلی جوړېږي، دا به زموږ راتلوونکيو نسلونو ته یو تلپاتې یادګار وي. کومو مرسته کوونکيو چې ناکامورا سره د افغانستان لپاره مرسته کوله، هیله لرم چې په راتلوونکي کې هم خپلې مرستې جاري وساتي." 



په ننګرهار کې د جاپاني موسسې پي ايم ايس د انجینرۍ د برخې مشر او د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي استاد دیدار په خپلو خبرو کې وویل، کومې پروژې چې له ډاکټر ناکامورا موږ ته نيمګړې راپاتې وې، څه بشپړې شوي او ځینې يې تر کار لاندې دي. 


د ده په خبره کوم پلان چې ناکامورا د ننګرهار د زرغونتیا لپاره لرلو، هغه به دوی عملي کوي.


نوموړي وړاندې وویل، " د ننګرهار ولایت له مشرتابه او په ځانګړي توګه د جلال اباد ښاروال نه مننه کوم چې په جلال اباد کې د هغه په نوم څلی او پارک جوړوي. د ناکامورا رغوونکی فکر د پي ايم ایس موسسې لپاره د مشعل حیثیت لري. په جاپان کې د پي ایم ایس موسسې چارواکي او د ننګرهار دفتر مسوولین سره همغږي دي چې په دې ولایت کې د ډاکټر ناکامورا د زرغونتیا ټول پلانونه وخت پر وخت تطبیق کړي." 


د جاپان هیواد پي ايم ايس موسسې په تېرو پینځلسو کلونو کې د کونړ له سينده په يو شمېر ولسوالیو کې سربندونه او کانالونه جوړ کړي چې په خېوې ولسوالۍ کې د مروارید یو او دوه په نوم سربندونه، په کامې ولسوالۍ کې د کامې سربند او په بهسودو ولسوالۍ کې د مېرانو سربند او کانالونه په زرګونه جریبه ځمکه خړوبوي او له دې نه علاوه يې په یو شمېر ولسواليو کې مدرسې، جوماتونه او ښوونځي او جوړ کړي دي.



ډاکټر ناکامورا چې په افغانانو کې يې د کاکا مراد په نوم شهرت موندلی، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ورته افتخاري تابعت او عالي دولتی مډال ورکړل شوی و.


نوموړی په ۱۹۴۶ ز کال په جاپان کې زیږېدلی و او په ۲۰۱۹ ز کال د ديسمبر په څلورمه نېټه په جلال اباد ښار کې له خپلو پينځو افغان کار کوونکو سره یو ځای د ناڅرګندو وسله والو لخوا ووژل شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *