Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سولې طرحې پر مسودې د سرور دانش بیاځلي انتقاد؛ عبدالله: دا طرحه وروستۍ نه‌ده

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې له طرحې څخه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش له پرله‌پسې نیوکو وروسته، ویلي چې دا طرحه وروستۍ نه‌ده.


َښاغلي دانش په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې د ملي مصالحې عالي شورا د توحید کمېټې په طرحې نیوکې کړي ویلي دغه طرحې په سمه توګه نه‌دي توحید شوي او په وینا یې په طرحه کې لنډمهالي حکومت او د صدارتي نظام موضوعات مطرح شوي چې دا د سیاسي بې‌ثباتۍ او دوو قومونو ترمنځ د واک د وېش لامل ګرځي.


ښاغلي دانش دغه‌شان په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د محمد یونس قانوني په مشرۍ د توحید کمېتې خپله طرحه او د کار نتیحه له اجماع پرته له رسنیو سره شریکه کړې ده.




د ښاغلي دانش د دفتر مشر محمد هدایت ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمېټې د خلیلزاد د طرحې پر بنسټ انتقالي حکومت په نظر کې نیولی چې دا د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل کېږي: "انتقالي حکومت د خلیلزاد د طرحې په اساس په نظر کې نیول شوی، کوم چې سیاسي نظام، اساسي قانون او د حکومت رسمي نهادونه ګډوډوي چې دا موږ په حقیقت کې له ماتې او دوه لسیزې دمخه کلونو ته ستنوي."


د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش پرون هم په خپل فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي و چې د پلانونو د یووالي کمېټې یا توحید کمېټې د ترکیې د غونډې لپاره د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني پلان سره له "سپکاوي" ډک چلند کړی.




خو د طرحو د توحید کمېتې مشر محمد یونس قانوني ویلي چې د افغان دولت پلاوی باید د استانبول ناستې ته له یو طرحې، خو دوو انتخابانو سره ورشي. لومړی انتخاب د جمهور رئیس غني طرحه او دوهم انتخاب د انتقالي دولت طرحه چې په‌کې جمهور رئیس له دوو مرستیالانو او دغه‌شان صدراعظم له دوو مرستیالانو سره په‌کې په پام کې نیول شوی دی.


په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د توحید شوې طرحې لومړۍ بڼه نه‌ده وروستۍ شوې، خو په خبره‌یې په‌کې د ټولو اقشارو غوښتنې په پام کې نیول شوې دي.


ښاغلی عبدالله وايي: "ټول نظرونه د افغانستان د خلکو، د سیاسي او بېلابېلو نورو بنسټونو دي، د څو اوونیو په ترڅ کې تر هغه بریده چې ممکنه وه، راټول شوي دي. په دې کې د حقونو، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو، عدالت او د ټولو د ملي وحدت په اړه یو شان نظرونه موجود وو، خو دا چې په راتلونکي کې څه ډول نظام وي باید وویل شي چې د یو کس یو رایې موضوع او د ټاکنو له لارې برخلیک هېڅ تر سؤال لاندې نه‌دی راغلی."




ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې د ترکیې په ناسته کې چې د افغانستان د سولې په اړه له طالبانو سره ده، باید سولې ته ورسېږو.


ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه نېټه جوړ شي چې ویل شوي ۱۰ ورځې به دوام وکړي، خو طالبانو تر اوسه په دغې غونډه کې د ګډون پرېکړه نه‌ده کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *