Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د 'مقاومت دوهمه جبهه'؛ کورنیو چارو وزارت: د موازي تشکیلاتو پر وړاندې دریږو

د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د علیپور تر وسله والو فعالیتونو وروسته تازه د بامیان او دایکندي ترمنځ سیمه کې د کار او توسعه سیاسي ګوند پخواني مشر او د روښنايي غورځنګ غړي ذوالفقار امید د 'مقاومت د دوهمې جبهې' په نوم وسله وال حرکت پیل کړی. 


ذوالفقار امید د دایکنډي او بامیان ولایتونو په یوه سرحدي سیمه کې په ځینو عکسونو کې تر سترګو کېږي چې تر شا یې په لسګونو غیر مسؤل وسله وال ولاړ دي.


ښاغلي امید تېره ورځ په خپل فسبوک پاڼه لیکلي، له نوموړي سره ملګري وسله وال په مسلکي ډول روزل شوي چریکان دي چې د تبعیض، بې عدالتۍ او د امنیت د ټینګښت د څرنګوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره یې عمومي غونډې پیل کړي دي.




ازادي راډيو هڅه وکړه چې له ښاغلي امید سره د نوموړي د وسله وال حرکت د لامل په اړه خبرې وکړي، د نوموړي ټیلیفون بند و، خو په وټسپ کې یې د ازادي راډیو پيغامونه کتلي او کوم ځواب یې نه دی ورکړی.


د جمهوري ریاست یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي د ذوالفقار امید وسله وال حرکت په غبرګون کې پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې عدالت په چل او ول نه تأمینېږي.




د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل چې له امنیتي او دفاعي بنسټونو پرته هر ډول موازي پوځي تشکیلات رامنځته کول، د قانون د اوصولو خلاف عمل دی او په وړاندې به یې اقدام وشي.


ارین زیاته کړه: "یوازې افغان امنیتي او دفاعي جوړښتونه مشروعیت لري، له دې تشکیلاتو پرته هغه کسان او ډلې چې وسله والو ډلو او وسله والو تشکیلات رامنځته کولو هڅه کوي، غیر قانوني دي، دا عمل له اصولو او قانون خلاف کړنه ده او پر وړاندې به یې اقدام وشي."




ښاغلی ارین وايي، هر هغه څوک چې د دفاع غږ پورته کوي، باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو او تشکیلاتو کې ځان منسجم کړي.  


ذوالفقار امید د کار او توسعه په نوم سیاسي ګوند هم درلود.


خو د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت د چهارشنبې (د وري ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ذوالفقار امید تر مشرۍ لاندې د کار او توسعه ګوند اته کاله وړاندې د سیاسي ګوندنو له لېسته حذف شوی دی.




ریاضت زیاته کړه: "د افغانستان په عدلیې وزارت کې دم ګړۍ د ذوالفقار امید په مشرۍ یا ریاست هېڅ سیاسي ګوند ثبت نه دی، پخوا یې د کار او توسعه په نوم یو ګوند درلود چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندنو جدول د ثبت له جدوله  حذف شوی."


ذوالفقار امید په ۱۳۹۷ لمریز کال له کابله ولسي جرګې ته کاندید شو، خو بریالی نه شو، نوموړی په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د شیدا محمد ا بدالي دوهم مرستیال و.


دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول وسله وال حرکت پېلېږي، بلکې شااوخوا یوه میاشت وړاندې د میدان ورګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې عليپور چې دی هم حکومت غیر مسوول وسله وال بولي پاڅون یې وکړ چې د ملي اردو یوه هیلکوپټره یې هم رانسکور کړه.


افغان امنیتي بنسټونه وايي چې دا مهال د علیپور د نیونې عملیات روان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *