پر نازي د پخواني شوروي اتحاد د بري کلیزه؛روسیه نن پوځي ځواک نندارې ته ږدي
دغه پوځي پرېډ به چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پوځ سابقه لرونکي جنرالان او افسران به یې له لوژه څاري، ۱۲۰۰۰ سرتیري او ۱۹۱ پوځي وسایط به په کې نندارې ته ایښول کېږي. الوتکې او هلیکوپټرې به هم دغه پوځي پرېډ بدرګه کوي او پر سر به یې تیریږي.
ولسمشرپوتین چې له دوو لسیزو راهیسي واک ته رسیدلی، د ولسمشر یا د صدراعظم په توګه یې تل هڅه کړې چې د پخواني شوروي اتحاد د تېرو ویاړونو یا سمبولونو په بیا ښکاره کولو د هېواد پالنې روحیه پیاوړې کړي.
سږکال دغه پوځي پرېډ داسې مهال ترسره کېږي چې واکمن د متحدې روسيې ګوند په سېپټمبر میاشت کې پارلماني انتخابات په مخ کې لري او نظر شمېرنې ښیي چې د کریملین پلوي دغه ګوند څخه ملاتړ په سلو کې ۲۷ ته راکم شوی دی.
دغه راز له لویدیځ سره هم د روسیې اړیکې تر بل هر وخت زیات کړکېچن شوي.
د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ نه رانیولی او په اکراین کې د دې هېواد د مداخلې په ګډون یو شمېر نور موضوعات د کړکېچ د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په وروستیو میاشتو کې د غچ اخېستونکو اقداماتو په ترڅ کې یو د بل ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل.
د ډیپلوماټانو پر سر ورته شخړه د مسکو او د اروپایي ټولنې د یو شمېرغړیو ترمنځ هم رامنځته شوې ده.
روسیه پر جرمني نازي د پخواني شوروي اتحاد د بري د کلیزې په مناسبت په پوځي پرېډ کې خپل ځواک داسې مهال نندارې ته ږدي چې دې هېواد په دې وروستیو کې څه باندې سل زره ځواکونه د اوکراین پولې سره نژدې او په کریمیا ټاپو وزمه کې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال یې لاندې کړی، ځای پرځای کړي وو.
د ځواکونو دغه ځای پرځای کیدا په لویدیځ کې د مسکو پر نیت د خطر زنګ کړنګولی دی.
روسیې که څه هم ډېر شمېر ځواکونه بېرته په شا کړي، خو یو شمېر پوځي وسایل او تجهیزات یې ترشا پریښي او هم په توره بحیره کې د سمندري ځواکونو تطبیقاتو ته دوام ورکوي.