Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ننګرهار ۶ ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي؛ چارواکي: سږ به ۱۵۰ ټنه راټول شي

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، د ننګرهار شپږو ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي چې حاصلات یې له یوه کاله بل ته مخ په زیاتېدو دي.


د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپی وايي، له څو کلونو راهيسې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې په ازمايښتي ډول د ځمکنیو توتانو کر پيل شوې چې سږ به ترې ۱۵۰ ټنه حاصل راټول شي.


ښاغلي ساپي زیاته کړه: "دې ته موږ لوړ ارزښت لرونکي طبقات وایو، ډېره ښه نتیجه یې ورکړې او اقلیمي توافق یې ښودلی، د اوسطو ارقامو په نتیجه کې به سږکال انشاالله موږ په ننګرهار کې ۱۵۰ ټنه ځمکني توتان ولرو."




انعام الله ساپي د دغې مېوې حاصل د تېرکال پرتله سږکال ۱۳سلنه لوړ بولي، خو په خبره یې دا اندازه کافي نه ګڼي او هڅه کوي دغه تولید زرګونو ټنو ته ورسوي.


د کرنې او مالدارۍ رئیس زیاتوي، اوسمهال د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو، کامې، سرخ رود، ګوشتې او ښېوې ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او هڅه کوي دغه لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.


هاخوا د ننګرهار یو شمېر کروندګر چې پر خپلو ځمکو کې یې د ځمکنیو توتانو کر پیل کړی، د خپلو حاصلاتو لپاره بازار موندنه او د ساتنې لپاره یې شنې خونې غواړي.


د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ اوسیدونکی ګل رحمان چې په خپله دوه جریبه ځمکه یې ځمکني توتان کرلي ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل ګڼي او خوښ دی چې ورځ تر بلې یې کرنه مخ په زیاتېدو ده.


ګل رحمان زیاتوي: "فایده یې له کوکنارو هم یو پر لس زیاته ده، که زراعت ریاست موږ سره په راستۍ همکاري وکړي او ماته ګرین هاوس راکړي، نو زه د دې په طریقه هم پوهېږم او دا ټول ولس به هم پوه کړم چې دا په دې ډول کرل کېږي او کال کې ترې بیا ۴ فصله تولید کولی شو."




په همدې سیمه کې د ځمکنیو توتانو یو بل کروندګر خیرالله بیا له مسوولانو غواړي د بازار موندنې، ساتنې او بسته بندۍ برخه کې دې ورته د همکارۍ لاس ورکړل شي.


خیرالله وايي: "دغې ته دې پام وشي، د دې لپاره باید محفوظ شیان راوړي، دا داسې یو شی دی چې میاشي او ملخان هم ورته زیان رسولی شي، که بادونه شي هم تاواني کېږي، که هغه خپل ګرین هاوس یې وي، نو د دې خدمت هم اسوده کېږي او په کال کې به ۴ فصله تولید هم ولري."


د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولين وايي، دا ولایت د ځمکني توتانو د کښت لپاره مناسبه هوا لري او هڅه کوي راتلونکو فصلونو کې دغه کښت ته وده ورکړي او حاصل يې پر ننګرهار سربېره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *