Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د مور نړیواله ورځ؛ دا ورځ ولې او څنګه د مور لپاره ځانګړې شوه؟

د مور د ورځې نمانځلو دود تر لرغوني یونان او روم پورې رسېږي. په شپاړسمه پېړۍ کې په انګلینډ کې یو دود رامنځته شو چې د یکشنبې په ورځ به خلکو خپلې مور ته کېک پخاوه او د هغې لیدو ته به ورتلل.


په امریکا کې د مور ورځ د مې میاشتې به دوهمه یکشنبه(د مې ۹مه) وي او دا ورځ د امریکا د فلاډیلفیا ایالت د فعالې انا جارویس په هڅو رسمي شوه.


انا جارويس په ۱۹۰۵ میلادي کال کې کله چې د دې مور مړه شوه، د ټولو میندو د هڅو او قربانیانو نمانځلو لپاره د مور د ورځې لپاره کمپاین پیل کړ.


لومړی ځل دا ورځ په ۱۹۰۸ میلادي کې ونمانځل شوه،کله چې جاروېس د خپلې مور د تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه کړه.


جاروېس له دې وروسته هلې ځلې پیل کړې چې دا ورځ په رسمي توګه د مور د ورځې په نوم ومنل شي.


په ۱۹۱۴ میلادي کال کې د امریکا ولسمشر ووډرو وېلسن د مور ورځ په رسمیت وپېژندله او د مې میاشتې ۹مه يې ورته وټاکله.


دا ورځ د میندو زیار او فعالیت نمانځلو ته ځانګړې شوه.


د ماشوم زېږول، لویول او تربیه کول هېڅ اسانه کار نه دی، خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د مې په نهمه نېټه خپور شوی، په ۲۱مه پېړۍ کې اوس هم موروالی د مرګ د سزا په مانا کېدای شي.




د راپور له مخې هره ورځ په نړۍ کې ۸۳۰ ښځې له امیندوارۍ او زېږون سره تړلو داسې لاملونو له کبله مړې کېږي چې مخه یې نیول کیدای شي.


په داسې حال کې چې له زېږون سره تړلې ۹۹فیصده مړینې په پرمختیايي هېوادونو کې کېږي، په پرمختللو هېوادونو کې هم وضعیت دومره ښه نه دی.


ملګري ملتونه په راپور کې لیکي چې د بېلګې په توګه په امریکا کې له امیندوارې سره تړلي مړینې مخ پر زیاتېدو دي او هرکال په دې هېواد کې ۷۰۰ ښځې له امیندوارې او زېږون سره تړاو لرونکو ستونزو له کبله مړې کېږي.


ملګروملتونو د مور د ورځې په مناسبت د اولادونو په پوهنه کې د مېندو رول ته اشاره کړې ده.


راپور وايي چې مېندې د بې وزلۍ له کړۍ څخه د خپلو کوچنیانو د ایستلو لپاره د هغوی د پوهنې او لیک لوست لپاره هر ډول هلې ځلې کوي.


په دې برخه کې د کامریون یوې اوسېدونکې ډوروتي بېلګه ورکړل شوې چې د خپلې لورد زده کړو لپاره د سهار له اوو بجو د ماښام تر پنځو بجو پر سړک په کراچۍ کې ټیلیفونونه، چاکلیټونه او ژاولي پلوري.


ملګرو ملتونو په خپل راپور کې دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چې موروالی ډېری وختونه د ښځو لپاره په وظیفه کې د پرمختګ مخې ته هم خنډ کېږي.


راپور یادونه کوي چې په نړۍ کې د نارینه وو د هر ډالر په پرتله ښځې یوازې ۷۷ سینټه ګټي. کله چې ښځې مېندې شي، د ښځو او نارینه وو د اقتصاد او فرصت واټن نور هم زیات شي.




ملګرو ملتونو د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت په دې راپور کې یادونه کړې چې د کوچنیانو ساتنه او روزنه، پاککاري، پخلۍ او د کورنور داسې کارونه ډېری وختونه د ښځو پر اوږو وي خو هغوی د دې کار په بدل کې پيسې نه ګټي.


ارقام ښيي چې ښځې د نارینه وو پرتله لږ تر لږه دوه نیم ساعته زیات پرته له مزده کار کوي، خو دا کار نه دنده ګڼل کېږي او نه هم ارزښت ورکول کېږي.


راپور وايي، په داسې حال کې چې مېندې ټول وخت د ماشومانو پر لویولو او پاملرنه تېروي، د پيسو په بدل کې د وظیفې، امتیازاتو او تقاعدي فرصتونه له لاسه ورکوي او نه هم رخصتي لري.


ملګري ملتونو د راپور په پای کې اشاره کوي چې د ښځو د حقونو په برخه کې که څه هم ښه قوانین او موافقې شته، خو د دغو لاسته راوړنو تر لاسه کولو لپاره ښځو ډېرې هڅې کړي دي. په دې برخه کې راپور د نیوزیلنډ بېلګه یاده کړې.


دا لومړی خپلواک هېواد و چې په ۱۸۹۳میلادي کال کې يې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ او دا کار هم د یوې مور، کېټ شیپرډ د هلو ځلو نتیجه وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *