Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سیدالشهدا حملې د قربانیانو کورنۍ: څو امنیت خوندي نه‌شي، بچیان ښوونځي ته نه‌لېږو

په سیدالشهدا ښوونځي له خونړي موټر بم برید وروسته د وژل شویو، ټپیانو او له پېښې د روغ وتلو  زده‌کوونکو د کورنۍ غړي او خپلوان له حکومت د دغه ښوونځي د امنیت غوښتنه کوي.


دوی د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۶» په کابل کې په يوه غونډه کې سره راټول او په يو اته ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې يې ګواښ وکړ، که دولت‌يې امنیت خوندي نه‌کړي، خپل بچیان ښوونځي ته نه‌لېږي.


دغه پرېکړه‌لیک د قربانيانو د يوې کورنۍ غړي محمد دریا ازادي راډیو ته داسې ولوسته: "د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو وارثین وايي، تر کومه چې دولت د زده‌کوونکو امنیت خوندي نه‌کړي، دوی خپل اولادونه ښوونځي ته نه‌لېږي، دوی وايي چې یو اولاد يې ووژل شو، نو ځکه په دې نا امنۍ کې بل ښوونځي ته نه‌لېږي."


په پېښه کې د وژل شوې ۱۷ کلنې راضیې ورور محمد اسلام وايي، که دولت وغواړي، کولای شي، د ښوونځي امنیت خوندي کړي.


دی وايي: "د ښوونځي امنیت خو د دولت په لاس کې دی، دولت‌یې باید امنیت ونیسي چې نورې چاودنې ونه‌شي، هغه چې پاتې دي، په ارام فضا کې به خپلو درسونو ته دوام ورکړي."




د پېښې د قربانیانو د کورنۍ دا غړي وايي، له پېښې د روغ وتلو زده‌کوونکو روحي وضعیت چندانې ښه نه‌دی او بېرته ښوونځي ته تګ ته زړه نه ښه کوي.


په ورته و خت کې د سیدالشهدا ښوونځي هغه زده‌کوونکي چې اوس ښوونځي ته ځي د ښوونځي په دېوالونو د سولې او د علم پیغام ورکوونکي رسمونه کاږي.


زده‌کوونکې رحیمه وايي، له دې کاره د دوی هدف ښوونځي ته د بېرته راتک لپاره د زده‌کوونکو بېرته هڅول او برید کوونکو ته دا پیغام ورکول دي چې دوی سوله غواړي او هېڅکله هم له زده‌کړو مخ نه‌اړوي او دا ډول بریدونه‌یې ښوونځي ته له تګ نه‌شي راګرځولای.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډي ته وویل چې افغان جمهور رئیس خپل دوهم مرستیال محمد سرور دانش ته لارښوونه کړې چې په دې برخه کې یو هر اړخیزه طرحه جوړه کړي.


ښاغلی ارین زیاتوي: "جمهړر رئیس دوهم مرستیال ته لارښوونه کړې چې د خلکو په سلا مشورو په دوو اوونیو کې د امنیت د خوندیتوب یوه طرحه جوړه او کابینې ته‌یې وړاندې کړي."




افغان حکومت وايي چې د دغه ښوونځي د بیا رغونې کارونه د تېرې چهارشنبې په ورځ پيل شول او ډېر ژر به بشپړ شي.


د تېرې شنبې په ورځ د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د سیدالشهدا په ښوونځي موټر بم برید کې د کورنيو چارو وزارت په وينا له ۵۰ زیات زده‌کوونکي ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.


خو د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې په دغه پېښه کې ۸۹ تنه وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپيان شوي دي.


دغه برید چې په ملي او نړیواله کچه سخت وغندل شو، طالبانو په‌کې لاس لرل رد کړي دي او مسؤليت‌یې هم تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *