Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله له ۴ زرو زیات کسان مړه شول

هندوستان نن یکشنبه د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' لږې پېښې ثبت کړې.


خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ د مړینو شمېر په‌کې تر ۴۰۰۰ زیات و چې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر په‌کې تر ۲ لکه ۷۰ زرو واوښت.


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هندوستان کې په کرونا ویروس د ۴ زره ۷۷ کسانو مړینه او د درې لکه ۱۱ زره ۱۷۰ کسانو اخته کېدل ثبت شوي دي.


د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې دا په تېرو درېیو اوونیو کې په ورځني ډول تر ټولو لږ شمېر ګڼل کېږي.


په ټوله کې په هندوستان کې روانه اوونۍ په کرونا ویروس د ۲ ملیونه کسانو د اخته کېدو او د نږدې ۲۸ زره کسانو مړینه ثبت شوه.


په دغه هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه لویه څپه په فبرورۍ میاشت کې پیل شوه چې روغتونونه او روغتیايي کارکوونکي یې تر سخت فشار لاندې راوستل.




د هندوستان په هغو ایالتونو کې چې د دوهمې څپې په پیل کې سخت ځپل شوي وو، د سخت ټولنبدیز تر لګولو وروسته په‌کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ورځنۍ پېښې کمې شوې دي، لکه ماهاراشترا او په شمال کې ډېلي.


که څه هم د مرکزي حکومت روغتیايي چارواکو په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو د پېښو کمېدو ته هیله ښوولې، خو په ځینو ایالتونو لکه تامل ناډو او لیرې پرتو سیمو کې د دغه ویروس مثبې پېښې په زیاتېدو دي.


صدراعظم نرېندرا مودي د شنبې په ورځ له چارواکو وغوښتل چې په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي څارنې منابع او د څارنې مېکانیزم پیاوړی کړي، ځکه د ښارونو تر ځپلو وروسته په دغو کلیوالو سیمو کې ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی.


په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د ځینو مړو شویو کسانو جسدونه د هندوستان په سیندونو کې موندل شوي دي.


د حکومت په یوه لیک کې چې روېټرز اژانس هم کتلی، په لومړي ځل د دې ټکان ورکوونکې موضوع په اړه رسمي خبرداری ورکړل شوی دی.




په ځینو سیندونو کې پولیس د کښتیو په مرسته په دغسې مړو پسې ګرځي.


د پولیسو یوه افسر بي. اېن. اپاډیې (ANI) خبري شبکې ته وویل: "موږ ګزمه کوو، په هغو مړو پسې ګرځو چې سیند ته اچول شوي دي، موږ دغه مړي له وړ دودونو سره سم تر موندلو وروسته سوځوو."


د رسمي شمېرو له مخې په هندوستان کې چې ۱ میلیارد او ۳۵۰ ملیونه وګړي په‌کې ژوند کوي، تر شنبې پورې ۴۰ ملیونه او ۴ لکه کسان بشپړ واکسین شوي وو.


د هندوستان روغتیا وزیر هارش واردهان د شنبې په ورځ وویل، تر جولای میاشتې پورې به هندوستان د کرونا ویروس ضد واکسین ۵۱۶ ملیونه دوزه په واک کې ولري.


په هندوستان کې په ټوله کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۴ ملیونه او ۶ لکه ۸۰ زرو اوښتی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *