لغمان ولایت کې تندر دوه تنه وژلي
دا خبره د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې، دا پېښه یکشنبه مازیګر مهال د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ په مفتي کلا سیمه کې شوې ده.
د تندر پرېوتو په دې پېښه کې د وژل شویو نومونه حسیبالله او نصیر یاد شوي.
بل چا ته په دې پېښه کې زیان نهدی اوښتی.