له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو وتل تر 'ټاکلې نېټې مخکې' بشپړ شي
دا خبره یوه غربي چارواکي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه معلومات لري، د خپل نوم نهښودلو په شرط اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته کړې او ویلي یې دي چې ښایي د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای تر لومړیو پورې بشپړ شي.
دغه چارواکي په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي ځکه د ځواکونو د وتلو څرنګوالی تر ډېره نهدی رسنیز شوی.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سپټبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له افغانستانه په بېړه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه ښودلې.
د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې نوموړي له خپل پاکستاني ساري د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پرون شنبې په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په بېړه وتل به د سولې پرروان بهیر ډېره بده اغېزه او هم به د سیمې پر امنیت منفي تأثیر وکړي. وانګ یي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې برخه کې پراخ رول ولوبوي.