Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نښتو دوام؛ د 'حماس ډلې د یوه مهم مشر' کور بمبار شو

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سختو نښتو په دوام اسرائیلي چارواکو خبر ورکړی چې په غزه تړانګه کې یې د حماس ډلې د یوه مهم مشر یحیی سینوار کور بمبار کړی دی.


د سینوار د ورور کور هم بمبار شوی دی. د یحیی سینوار ورور محمد نومېږي چې د حماس ډلې د لوجستیک څانګې مشر دی.


په دې هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو د اسرائیل پوځ نه‌دي ویلي چې په لسګونه وژل شویو کې د حماس ډلې دا مشران هم شامل دي که څنګه؟


د فلسطین روغتیايي چارواکو پرون ویلي چې تېر یوه اوونۍ نږدې ۲۰۰ فلسطینیان په غزه تړانګه کې وژل شوي. د دوی په خبره ۵۵ ماشومان او ۳۳ ښځې په وژل شویو کې شامل دي.




اسرائیلي چارواکو بیا ویلي چې د نښتو له پيله د حماس په راکټي بریدونو کې تر دې دمه ۱۰ کسان وژل شوي چې په‌کې یو پنځه کلن ماشوم او یو اسرائیلی سرتېری هم موجود دي.


د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا متحده ایالاتو او د اسلامي همکارۍ سازمان د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دې تازه کړکېچ د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده.


د اسلامي همکارۍ سازمان پرون پر د اسرائیل او فلسطین په تازه کړکېچونو یوه بېړنۍ انلاین ناسته جوړه کړې وه.


د ناستې په پای اعلامیه کې پر غزې تړانګې د اسرائیل د بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه وشوه. په اعلامیه کې د اسرائیل بریدونه غندل شوي او هغه‌یې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو په خلاف ښکاره نقض بللی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم د اسلامي همکارۍ سازمان په انلاین ناسته کې ګډون کړی و او په خپلې وینا کې یې د فلسطین له خلکو سره د ملاتړ اعلان وکړ.




محمد حنیف اتمر ویلي: "د اسلامي همکارۍ سازمان او مسلمان امت د یوه ویاړلي غړي په توګه موږ له فلسطینیانو سره سولې ته د رسېدو او د هغوی د برخلیک د ټاکلو په هدف د مرستې لپاره چمتو یو. د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له مشروع غوښتنې قوي ملاتړ کوي."


د اسرائیل او فلسطین نښتې د روژې له وروستیو پیل شوې کله چې فلسطیني لمونځ کوونکي په اقصی جومات کې د قدر شپې د عبادت لپاره ټول شوي وو.


له نښتو وروسته حماس ډلې د اسرائیل په لور سلګونه راکټونه وویشتل. اسرائیل که څه هم اکثر راکټي بریدونه په هوا کې شنډ کړل، خو په غبرګون‌یې د غزې په تړانګه هوايي بریدونه وکړل.


په بریدونو کې د الجزیرې ټلوېزیون او اسوشیټډ پرس اژانس ودانۍ هدف ګرځول شوې او بشپړه له‌منځه تللې.


د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي تر هغو به د فلسطیني وسله‌والو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي چې اړتیا یې وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *