Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په هرات ښار کې د عبدالمنان نیازي د جنازې مراسمو غبرګونونه راپارولي

په هرات ښار کې د عبدالمنان نیازي د جنازې مراسمو ته د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو غبرګونونه.


له طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال عبدالمنان نیازي د جنازې مراسم تېره ورځ د هرات ښار په ګازرګاه جامع جومات کې ترسره شول.


په ټولنیزو رسنیو کې چې کوم انځورونه خپاره شوي ښيي چې د جنازې په دې مراسمو کې د نوموړي سلګونه پلویانو چې له ځینو سره‌يې وسلې او د طالبانو "د اسلامي امارت بیرغونه" هم و، برخه اخیستې وه.


د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي دا کار د دې ولایت د چارواکو کمزوری مدیریت بولي.


د هرات ښار اوسېدونکي او لیکوال حمید فرهاد پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "د هرات ولایت د مقام او د ګازرګاه ترمنځ یو کیلومتر لاره نه‌ده، دا په دې معنی چې طالبانو د دې اجازه ترلاسه کړې چې د ښار په زړه کې راټول شي، جنازه ادا کړي، خپل مړی خاورو ته وسپاري او نوی رهبر وټاکي."




د هرات یوه اوسېدونکي فرشته یعقوبي هم په دې اړه وایي: "کله چې دغه ډول یو حرکت ترسره کېږي په دې معنی چې د هرات ولایتي اداره ډېره کمزورې ده او نه‌شي کولای د موازي ډلو مخه ونیسي، هغوی [طالبان] په بې‌غمه زړه د ښار په منځ کې خپلې غونډې کوي او خپل پلویان زیاتوي."


خو یو شمېر نورو بیا د ملا منان نیازي مړینه لویه ضایع بللې ده.


د فېس‌بوک یوه کارکوونکي رحمان شاه ساپي پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "په خواشینۍ خبر شوم چې ملا عبدالمنان نیازی شهید شو، د دغه پاک مجاهد د شهادت خبر ډېر خفه کړم، الله جل جلاله دې ورته بهتر جنتونه ورکړي."


ملا عبدالمنان نیازی د ملا رسول په مشرۍ د هغه وسله‌والې ډلې مرستیال وو چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له طالبانو بېله شوه او د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې يې فعالیت پیل کړ.




هرات کې د سیاسي چارو پوه او د هرات د متخصصانو د شورا رئیس رفیق شهیر وايي د افغان حکومت ځکه د دغه ډلې ملاتړ کاوه چې له طالبانو سره‌يې مخالفت درلود.


ښاغلی شهیر زیاتوي: "د طالبانو د هغه وسله‌والو ډلو پر ضد ودرېدل چې مستقیماً د پاکستان تر نظر لاندې وو، ځکه چې په وړاندې يې فشار زیات وو او حکومت سره‌يې هوکړه لرله او همکاري لرله، په هرات کې يې هم لږ او زیات فعالیت درلود او له افغان امنیتي ځواکونو سره‌يې ښې اړیکې درلودې."


د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې له مراسمو وروسته‌يې زوی قاري خالد نیازی د خپل پلار پر ځای وټاکل شو.


قاري خالد په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې له هېڅ افغان سره مخالفت نه‌لري، یوازې به د هغه ډلو پر ضد خپلې وسله‌والې مبارزې ته دوام ورکړي چې د افغانستان پر ضد د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان سره مرسته کوي.


د هرات ولایتي ادارې تر دې دمه له دغه ډلې د افغان حکومت د ملاتړ په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د هرات والي عبدالوحید قتالي د دوشنبې په ورځ وویل دا د هر افغان حق دی چې د خپل مړي ویر ته راټول شي او په هر ځای کې چې وي د جنازې مراسم ادا کړي.


نوموړي دغه‌شان وویل د جنازې په مراسمو کې د طالبانو  بیرغ نه، بلکې د یوې شخصي جبهې بیرغونه راوړل شوي ول.




ښاغلی قتالي زیاتوي: "ځيني وايي چې هلته بیرغ پورته شوی و، خو دوی ځان ته اسلامي شورا وایي، نه اسلامي امارت، بیرغونه‌يې بېلابېل دي، هلته اصلاً د اسلامي امارت بیرغ نه‌و، دوی ځان ته یوه جبهه جوړه کړې د هغه جبهې بیرغ و."


ملا عبدالمنان نیازی له تېر یو کال راهیسې هغه مهال چې له وسله‌والو طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا رسول په پاکستان کې ونیول شو، د دې ډلې سرپرست مشر و.


دوی د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې فعالیت درلود.


نوموړی د تېرې روژې میاشتې په ۳۰مه شپه د هرات د ادرسکن او ګذرې ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ټپي او وروسته‌يې د سختو ټپونو له امله د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *