Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روغتیا وزارت: ۱۰ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره پیسې نه‌لرو

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ روانه ده.


‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وول چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام (کوواس) له لارې د ۲۰ سلنه وګړو لپاره به ۱۶ ملیونه دوزه واکسین ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي.


‎ښاغلی علي‌زی وایي دا مهال دغه وزارت د واکسین د اخیستو په برخه د ۱۰ سلنه وګړو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ دی.


‎ښاغلی علي‌زی زیاتوي: "د ۶۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین د اخیستو په برخه کې په ټوله کې ۲۲۵ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته اړتیا وه چې اکثره دغه اندازه پیسې د دولت له لوري یې تدارکات شوي، خو د ځینو خلاوو له امله موږ د ۱۰ سلنه وګړو د پیسو له کمښت سره مخ یو، دولت‌یې د تدارک لپاره په هڅه کې دی چې موږ وکولای شو د پلان له مخې په ۲۰۲۲ کال خپل ټول وګړي واکسین کړو."




ښاغلی علي‌زی وايي، د چین نه هم د هغه هېواد د ژمنو پر بنسټ هېواد ته د واکسین د دوزونو د انتقال لپاره د اداري چارو لړۍ پیل شوې چې په خبره‌یې ژر به دا پروسه هم ترسره شي.


‎د کرونا ویروس ضد واکسین له ۱۸ کلونو لوړ عمر لرونکو وګړو ته تطبیقېږي.


‎د عامې روغتیا وزارت د غوښتنو ترڅنګ ‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف نن د نړۍ له اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) او اروپايي ټولنې بې‌وزلو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین په رسولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.


‎دغې ادارې د کوواکس په نوم د واکسین شریکولو پروګرام له لارې په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د کموالي د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.


د ‎دغې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي، اووه لوی صنعتي هېوادونه او اروپايي ټولنه که په جون، جولای او اګسټ میاشتو کې یوازې خپله موجوده ۲۰ فیصده عرضه شریکه کړي، کولای شي بې‌وزلو هېوادونو ته ۱۵۳ ملیونه دوزه واکسین برابر کړي.


‎بل‌خوا ځیني ‌‌‌‌‌‌ډاکتران هم د کرونا ویروس تطبیق ته اشده اړتیا ويني.


‎په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' لپاره د ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم‌الله صالح وایي ټولو وګړو ته اړتیا ده چې باید د کرونا ویروس ضد واکسین ولګوي.




‎‎د ښاغلي صالح په خبره که څه هم د دغه واکسین په اړه بېلابېل نظرونه او شایعات خپاره شوي، خو په خبره‌يې دا واکسین د 'کووېډ-۱۹' وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مؤثره لاره ده.


ښاغلی صالح زیاتوي: "نه‌یوازې د 'کووېډ-۱۹'  ناروغۍ واکسین، بلکې د ټولو نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسینونه ګټور دي، خو دا طبیعي ده او کله نا کله سایډ افېکټ یا جانبي عوارض لري."


ښاغلی صالح وایي له واکسین وروسته جانبي عوارض د دې ښکارندویي کوي چې واکسین شوي کس کې ویروسونه فعال دي.


د ده په خبره، د دغو واکسینونو په تطبیقولو سره فعال ویروسونه له‌منځه تللی شي.


‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تر دې دمه له ۶۳ زره زیاتې مثبت پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر له ۲،۷۰۰ زیات وګړي یې له امله مړه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *